د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: قطر کې د سولې خبرو پر خارجي «اړخ» مذاکرات روان دي


په داسې حال چې په قطر کې د افغان سولې په اړه روان مذاکرات نن جمعه دوولسمې ورځې ته داخل شول، طالبان وايي چې په دغو مذاکراتو کې له امریکايي لوري سره پر دوو مسئلو ژور بحثونه روان دي.

طالبانو ویلي چې روان مذاکرات دوه اړخونه لري چې یو یې داخلي او بل یې جارجي دی چې دا مهال یې پر خارجي اړخ چې د دوی په وینا په امریکايي لوري پورې اړه لري خبرې کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه د کب پر ۱۶مه رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د افغانستان خاوره د نور پر ضد نه کارول هغه دوې مسئلې یادي کړي چې د دوی په وینا ورباندې په تفصیل او جزئیاتو سره خبرې روانې دي.

طالبانو ویلي چې په دې پړاو کې پر یادو دوو موضوعاتو په تفصیل او جزئیاتو سره خبرې کېږي چې د تېرې جنورۍ میاشتې په مذاکراتو کې ورباندې توافق شوی و.

طالبان همدارنګه ویلي چې:"له دې ورهاخوا نور موضوعات چې داخلي بعد لري او په امریکا پورې اړه نه لري،بحث ته نه دي لوېدلي."

تر دې مخکې د امریکا بهرنیو چار وزارت ویاند رابرټ پالادینو د مارچ پر ۶مه په دوحه کې د روانو مذاکراتو په اړه ویلي و چې په قطر کې د خبرو تمرکز پر څلورو مسلو دی چې په اړه دواړه خواوې هڅه کوي په اړه یې یوې موافقې ورسېږي.

نوموړي ویلي و چې دا څلور مسايل د تروریزم پر ضد هڅې، بین الافغاني خبرې، د امریکايي ځواکونو وتل او اوربند مسلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کب پر ۱۵مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي و چې د سیمه ایزو لوبغاړو موجودیت له وسله والو طالبانو سره د سولې روان مذاکرات پیچلي کړي دي.

نوموړي ویلي و چې دی به په راتلونکو اونیو کې خپله قطر ته ولاړ شي او د دغه خبرو د لا پرمختګ په اړه به شخصآ مرسته وکړي.

دا د طالب استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ د خبرو پنځم پړاو دی، چې د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د فبروري په ۲۶ پیل شو.

تر دې مخکې په تېرو مذاکراتو کې هم دواړو خواوو په دې اړه خبرې کړې وې، خلیلزاد ویلي وو چې په تېرو مذاکراتو هم په خبرو کې پرمختګ شوی وی.

ښاغلي خلیلزاد وار د مخه هیله ښودلې وه چې د افغانستان تر ټاکنو پورې به له طالبانو سره د سولې تړون وشي.

XS
SM
MD
LG