د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي امریکا سره د "مهمو" اړیکو د قوي کولو په لټه کې دی


شهباز شریف څو ورځې مخکې د پاکستان نوی صدراعظم شو
شهباز شریف څو ورځې مخکې د پاکستان نوی صدراعظم شو

په پاکستان کې د شهباز شریف په مشرۍ نوي حکومت ویلي دي چې د سیمه ایزې سولې، امنیت او پراختیا د«ګډو اهدافو» د ترلاسه کولو لپاره د امریکا له متحدو ایالتونو سره «مثبت او رغوونکی» تعامل کوي.

په پاکستان کې همدا اونۍ نوي حکومت په کار پيل وکړ. پارلمان د شنبې په ورځ عمران خان سلب اعتماد کړ او په ځای یې شهباز شریف د پاکستان نوی صدراعظم وټاکل شو. د نوي صدراعظم دفتر ویلي دي چې له امریکا سره د خپلو مهمو اړیکو د لا عمیق کولو هلې ځلې کوي.

د دوشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي وویل چې واشنګټن له پاکستان سره مهم روابط پالي او مهم نه دي چې هلته د واک په ګدۍ څوک ناست دی.

د پاکستان د نوي صدراعظم دفتر د دغو خبرو هرکلی کړی دی. د ښاغلي شریف د دفتر په اعلامیې کې ویل شوي دي: «موږ به د تعادل او مشترکو ګټو په اساس دا [له امریکا سره] روابط نور هم عمیق کوو.»

مېرمن ساکي دا خبره هم کړې وه چې امریکا په پاکستان کې د دموکراتیکو ارزښتونو ننګه کوي او د یو سیاسي ګوند په مقابل کې د بل ګوند حمایت نه کوي. نوموړې همدغه راز وویل چې د پاکستان له نوي حکومت سره به « دوامداره، قوي او پایداره» روابط روان وي، خو ویې نه ویل چې ښاغلی بایډن له صدراعظم شهباز شریف سره د خبرو کوم پلان لري او که نه.

د عمران خان په څلور کلنې دورې کې د اسلام اباد او واشنګټن روابط ډېر قوي نه وو. عمران خان په واشنګټن باندې د افغانستان د جګړې له کبله انتقادونه کول.

نوموړي‌ خو ان له واک څخه د هغه په پرځولو کې هم امریکا تورنه کړه او وویل چې واشنګټن د هغه له مخالفو سیاسي ګوندونو سره له دې کبله یو ځای شو چې ولې عمران خان چین او روسیې ته نژدې شوی دی.

خو د امریکا حکومت دا تورونه بې اساسه بللي‌ او د پاکستان سیاسي ګوندونو هم دا تورونه رد کړي‌ دي.

سیاسي ګوندونه وايي ځکه د عمران خان په خلاف ودرېدل چې د نورو مسائیلو تر څنګ هغه د پاکستان اقتصاد خراب کړ . له دې هر څه سره سره سیاسي شننونکي په دې باور دي چې له امریکا سره د اړیکو ښه کول او قوي کول د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان لپاره لومړیتوب ګڼل کېږي، خو په کور دننه هم له یو شمېر لویو ننګونو سره مخامخ دی.

ویل کېږي ښاغلی شریف چې کله د پنجاب والي و، په لویدیځ باندې به یې تند انتقادونه کول.

XS
SM
MD
LG