د لاس رسي وړ اتصالات

د بولدک ـ چمن دروازه بېرته پرانیستل شوه؛ پاکستان: طالبان دې د سرحدي‌ جګړې مخه ونیسي


د پاکستان حکومت د چمن سره پر پوله د افغان او پاکستاني سرتیرو ترمنځ د تیرې ورځې نښته غندلې او د ورته پېښو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲ (لېندۍ ۲۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغان پوله ساتو ځواکونو په «بې دلیله» ډزو کې یو شمېر پاکستاني وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

هغه د دغه پېښې د غندلو ترڅنګ ویلي: "د افغانستان سرپرست حکومت باید دا یقني کړي چې دا ډول پېښي په اینده کې بیا تکرار نشي."

د افغانستان په چارو کې د پاکستان د حکومت ځانګړي استازي محمد صادق خان هم ویلي چې تېره ورځ په چمن سیمه کې د طالب سرتيرو په ډزو کې شپږ پاکستانيان وژل شوي او ١٧ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي صادق خان دغه پېښه غندلې او افغان طالب سرتیري یې تورن کړي چې په چمن سیمه کې یې پر ملکي وګړو «بې دلیله» ډزې کړي دي.

هغه زیاته کړې: "پاکستان هغه پېښه په کلکو ټکو غندي چې نن غرمه په چمن کې د افغان سرحدي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په لور په بې دلیله او بې توپیره ډزو شپږ پاکستاني وګړي ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول."

یاد پاکستاني چارواکي ویلي چې ورته پيښې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ورورۍ اړیکې له منځه وړي. هغه ویلي چې افغان چارواکو ته خبر ورکړل شوی چې په راتلوونکي کې د ورته پېښو مخه ونیسي او د دغه پېښې د عاملینو په وړاندې جدي اقدامات وکړي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي همدارنګه ویلي چې د دواړو هیوادونو چارواکي د ورته پېښو د تکرار مخنیوي لپاره په اړیکه کې دي.

که څه هم تر دا مهاله دواړو لورو ددغه نښتې رامنځته کېدو د لامل په اړه څه نه دي ويلي، خو عيني شاهدانو ويلي چې طالب سرتيرو په سيمه کې امنيتي پوسته جوړوله چې پاکستاني لوري پرې ډزې کړي او وروسته نښته رامنځته شوې ده٠

بلخوا راپورونه وايي چې جګړه پاک افغان بارډر باب دوستي ته ورڅېرمه کلي شیخ لال محمد کې «د ازغن تار په سر پیل شوه» او بیا دواړو خواو په یو بل درنې وسلې هم کارولې دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې دغلته ځینو افغانانو د پاکستان لخوا د لګول شوي ازغن تار د لېرې کولو هڅې کولې چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړي دي.

په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکي د دغه پيښې پړه په افغانستان کې د طالبانو پر سرپرست حکومت اچوي، خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تر دا مهاله د دغه نښتې رامنځته کېدو په اړه هیڅ نه دي ویلي.

خو د کندهار لپاره د طالبانو حکومت د والي وياند حاجي زيد تيره ورځ امريکا غږ ته وويل چې په دغه نښته کې يو طالب سرتيرى وژل شوى او لس نور طالب سرتيري او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي٠

بلخوا په کندهار کې د طالبانو حکومت سيمه ييز مسولين وايي د سپين بولدک - چمن دروازه چې تيره ورځ د نښتې له امله بنده شوې وه، نن دوشنبه د هر ډول تګ راتګ پر مخ خلاصه شوې ده٠

د کندهار ولايت لپاره د طالبانو والي وياند حاجي زيد نن دوشنبه ډسمبر ١٢ ( لېندۍ ٢١) پر خپل ټويټر پاڼه لیکلي چې دغه دروازه له مذاکراتو وروسته نن خلاصه شوې ده٠

دا پېښه داسې مهال کېږي چې څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیو خپره شوه چې په کې ادعا شوې د پاکستان د سرحد ځينې ماموران له افغان کډوالو او ښځو سره ناوړه چلند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره نومبر مياشت کې هم د سپين بولدک - چمن دروازه د دواړو لورو د امنيتي سرتيرو تر منځ د نښتې له امله د يوې اونۍ لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده شوې وه چې وروسته له مذاکراتو پرانيستل شوه٠

XS
SM
MD
LG