د لاس رسي وړ اتصالات

سوات د پاکستاني طالبانو پخوانی مرکز د بودايي دین لرغونی میراث


په سوات کې د بودا مجسمه له ا وو کلونو نه وروسته جوړه شوه
په سوات کې د بودا مجسمه له ا وو کلونو نه وروسته جوړه شوه

پاکستاني طالبانو په سوات کې د بودا مجسمه په ٢٠٠٧ کال کې الوزولې وه. د افغانستان طالبانو تردې مخکې په ٢٠٠١ کال کې د بودا مجسمه په بمونو الوزولې وه. د سوات بودا ورغول شو خو دافغانستان په وران ویجاړ حالت کی دی.

د بودا دغه مجسمه په سوات کې په داسی حال کې په یوه غره کې کاږل شوېده چې بودا د تفکر په حال کې څرگندوي. طالب یاغیانو دغه مجسمه ډیره زیانمنه کړله.

د پاکستان په شمال کې ددې سیمې د یوشمیر کسانو لپاره دا کار د ورانکاری یوعمل گڼل کېده، ځکه ددې سیمې د عجیب تاریخ دله منځه وړلوهڅه پکې شوی وه.

د بودیزم متخصص پروېز شاهین خپل احساسات داسې څرگند کړل: ماته داسی ښکاری لکه چې زما پلار ېې وژلی وي، نه د بودا د ډبرینه مجسمه. دازما کولتوردی، هغوی زموږ پر کولتور او تاریخ برید کړیدی.

طالبان او د شپږمې او اومې پېړۍ بودايي مجسمې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

د پاکستان پوځ په ٢٠٠٩ کال کې طالبان له سوات نه وایستل.دغه سیمه بیا وروسته په دې مشهوره شوله چې د ښوونځي پرېوې نجلی ملاله یوسفزۍ باندې برید وشو.

سوات له څو پېړیو راهیسی د بودايي دین د پلویانو لپاره د زیارت ځای گڼل کېده. تقریبا زرعبادتځایونه پکې وو. د ایتالوي لرغون پوهانو یوې ډلې دبودا د مجسمی په بیارغولو باندې تقریبا څلور کاله کار وکړ چې د اومې پېړی دغه مجسمه بیرته روغه کاندي.

یو ایټالوی لرغون پېژندونکی لوکا آلېوېري وايي: دامجسمه په سوات کې د لرغوني بودايي دین یوه ډیره مهمه نمونه ده؛ او د دینی سیلانیانو لپاره به چې له بودايي هېوادونو لکه تایلند، جنوبی کوریا او همدارنگه له چین او بهوتان نه دلته راځي ډیر مهم ځای وگڼل شي.

د بودا مجسمه د سوات په جهان اباد کې چی د سوات د بودايي میراث مرکز گڼل کېږی پرته ده. دایتالیا حکومت هڅه کوي چی په سوونو نورې مجسمی په سوونو لرغونو سیمو کې خوندي وساتی او بیا ېې ورغوي.

د پاکستاني افراطیانو له خوانه په سوات کې د بودا د مجسمی په بم الوزول، دافغانستان دطالبانو د هغه اقدام څرگندونه کوي چی په ٢٠٠١ کال کې ېې په افغانستان کې د بودا مجسمه په بمونو والوزوله.

د بودا د دغی مجسمی لرغونتوب شپږمې پیړی ته رسیږي. طالبانو د بودا د مجسمې په ورانولو پنځه ویشت ورځې تیرې کړلې. هغوی د دافع هوا له توپونو او ضد ټانک له ماینونه څخه د بودا په ورانولوکې کار اخیستی و.

کله چې په دې کې هم په پوره ډول بریالی نشول نو بیاېې دسیمېله بندیانو څخه کار واخیست چې د بودا ورانول پایته ورسوي.

له بده مرغه افغانستان تراوسه پورې په دې ندی بریالی شوی چې د شپږمې پېړۍ دغه لرغونی اثر بیرته ورغوي.

د طالبانو له سقوط نه وروسته، د ملگرو ملتونو د یونسکو موسسې په ٢٠٠٣ کال کې د بامیان دره د نړۍ وال کولتوری میراث د سیمې په نامه یاده کړله. تراوسه پورې د بامیانو د بودا د بت په بیارغونه کې کوم جدی اقدام ندی شوی.

د ایتالیا د لرغون پوهانو ډله د سوات د ځایی چاروکیو سره په گډه کار کوي چی ددې درې د لرغونو اثار په بیرته جوړولوسره داځای د بودایانو لپاره بیرته په زیارت بدل کاندي.

له دې سره به ېقېنا د سیلانیانو ډالرهم دې جگړې ځپلې سیمې ته چې ډیر ضرورت ورته لري راشي.

سید نیاز علي شاه د سیمه ئیزې لرغون پیژندنې د موزیم رئیس وايي: موږ ستر اثار لرو چې نړۍ وال ورته راوبولو. زه هیله من یم چې په راتلونکې کی به زښت ډیر سیلانیان دلته راشي. هغوی به نه یواز ې ددې سیمې د طبیعی ښکلا په لیدلو خوشاله شي بلکه ستر تاریخ به ېې هم ورته په زړه پورې موضوع وي.

که څه هم د سوات درهچې د آسیا د سویتزرلنډ په نامه شهرت لري، د څو کلونو شخړو ځپلې ده، خو نن سبا د خپل لرغوني تاریخ یو بل تصویر خلکو ته وړاندې کوي او هغه د سولې او زغمتصویر دی.

که څه هم طالبانو په سوات کې په ٢٠٠٩ کال کېماتې وخوړله، خو په دغه سیمه کې په زرگونو خلک ووژل شول او یونیم ملیون خلکپکې بې ځایه او بې کوره شول.

XS
SM
MD
LG