د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي په خبله خاوره کې يي د ترهګرو پرضد نوي اقدامات کړي


مدني ټولنو د سخت دریځو پرضد مظاهرې کړې وې. لاهور۲۰۱۵
مدني ټولنو د سخت دریځو پرضد مظاهرې کړې وې. لاهور۲۰۱۵

پاکستان وایي د هغو کسانو او ډلو د شتمنيو په ضبط او کنګل کولو کې يي مرسته وکړه چې د ملګروملتونو د بندیزونو په لست کې دي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت وایي هیواد يي د اسلامي سخت دریځو د ځپلو په کوششونو کې، د هغو کسانو او ډلو د شتمنيو په ضبط او کنګل کولو کې مرسته وکړه چې د ملګروملتونو د بندیزونو په لست کې دي.

پاکستان د نړیوالو قدرتونو لخوا ترسخت فشار لاندې دی چې په هند کې د بریدکوونکو یاغي ډلو پر ضد سخت اقدامات وکړي. پدې وسله والو ډلو کې د جیش محمد ډله هم شامله ده چې تیره میاشت يي په هندې کشمیر کې په هندي محلي پولیسو انتحاري حمله کې لږترلږه ۴۰ عسکر ووژل.

د ملګروملتونو د بندیزونو په لست کې د جیش محمد او لشکرطیبه د مشر په شمول ډیرې ډلې او افراد شامل دي.
د ملګروملتونو د بندیزونو په لست کې د جیش محمد او لشکرطیبه د مشر په شمول ډیرې ډلې او افراد شامل دي.

پاکستان د اوږدې مودې راهیسې په سیمه کې إسلامي ډلې د خپلو مقاصدو دپاره استعمالوي، خو د هند دا ادعاوې ردوي چې پاکستان د هغو وسله والو یاغیانو ملاتړ کوي چې په د کمشیر په منارعه یي سیمه کې د هندي ځواکونو پرضد جنګیږي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر د دوشنبې په ورځ (مارچ۴) وویل دوئ په هغو قوانینو کې بدلون راوړي چې د ملګروملتونو لخوا د بندیزونو په لست کې د شاملو ډلو په ارتباط دي او دغه قوانین به په هغو مواردو کې عملي شي چې د امنیت شورا لخوا پکې ځنی افراد او ډلې د بندیزونو دپاره مشخص شوي دي.

د ملګروملتونو د بندیزونو په لست کې ډیرې پاکستانۍ ډلې او افراد شامل دي چې جیش محمد ډله او د لشکر طیبه د ډلې موسس، حفیظ سعید پکې دي.

د تروریزم ضد یو جګبوړي مقام د رویترز اژانس ته ویلي چې د پاکستان حکومت په پام کې لري د هماهنګۍ داسی یوه ډله جوړه کړي چې د ملک بهر د ترهګرو فعالیتونه وڅاري او پرضد يي اقدام وکړې شي. دغه مقام ویلي د هماهنګۍ د ډلې وظیفه به دا وي چې د مالیې د وزارت، ترهګرۍ ضد ادارې، دولتي بانک او د مالي راکړې ورکړې د تفتیش ادارو سره په همغږئ د ترهګرو ډلو د شتمنیو او مالي سرچینو په ارتباط اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG