د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې کوربه توب کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لیندۍ ۹) په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي په هدف د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې غونډې د کوربه توب لپاره د چمتوالي خبر ورکړی دی.

د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو وزیر وزیر شاه محمود قریشي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د اسلامي همکاریو سازمان غړي هیوادونه باید په ډله ایزه توګه اقدام وکړي.

ملګرو ملتونو په تکرار سره خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړۍ د یوه تر ټولو ناوړه بشري کړکیچ په درشل کې دی او قریشي څرګنده کړې چې د اسلامي همکاریو سازمان "باید د افغان وروڼو د مشکل د هواري لپاره اوږه ورکړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په بیانیه کې څرګند کړې:‌" موږ باید د افغانانو د بشري ضرورتونو د کمیدو لپاره خپلې مشترکې هڅې همغږي کړو."

پاکستان د سعودي عربستان په غوښتنه د افغانستان د بشري ناورین د مخینوي لپاره ددې غونډې د کوربه توب وړاندیز کړی، د اسلامي همکاریو سازمان ۵۷ غړي هیوادونه لري او مشري یې اوسمهال سعودي عربستان کوي.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي دا به احتمالا پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته د هغه هیواد په اړه تر ټولو ستره نړیواله غونډه وي.

وروسته له هغه چې طالبانو په اګست میاشت کې د امریکا له وتلو وروسته واک ترلاسه کړ، څه باندې نیمایي افغانان د خوړو له جدي کموالي سره مخ شوي دي.

اوس د نړیوالو بنسټونو اندیښنې دادي چې په احتمالي‌ اوږده او ساړه ژمې کې به د افغانانو د قحطۍ او کډوالي خطر نور هم ډیر شي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (OCHA) وايي، افغانستان په چټکۍ سره د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین جوړېدو په حال کې دی.

په اسیا کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر نن دوشنبه نومبر ۲۹ (لېندۍ ۸) ویلي چې د افغانستان په هرو دوو کسانو کې یو نه پوهیږي چې د دوی راتلوونکي خواړه به له کوم ځای څخه راځي.

یاد سازمان زیاته کړې چې په څلورو کې یوه اومیندواره مېرمن او په دوو ماشومانو کې یو یې په خوارځواکۍ اخته دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر د معلوماتو په اساس په افغانستان کې په دوو کسانو کې یو تن یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG