د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د طالبانو له خوا د بشري حقونو د نقض د ادعاوو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ نومبر۳۰ (لیدنۍ ۹) د طالبانو له خوا د بشري حقونو د نقض د ادعاوو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وسټ د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له مشرانو غوښتې دي چې د ټولو افغانانو له حقونو ساتنه وکړي، د عمومي بښنې په اړه په خپل تعهد عمل وکړي او د همه شموله حکومت لپاره نور اقدامات هم وکړي.

نډ پرایس په اعلامیه کې څرګنده کړې چې ښاغلي وسټ د یوه جګپوړي هئیت په مشري د نومبر په ۲۹ او ۳۰ د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له جګپوړي پلاوي سره د القاعده او داعش په شان ترهګرو ډلو په وړاندې د مبارزې په ګډون په ګن شمیر مسایلو خبري اتري کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په امریکایي هیئت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، مالیې وزارت، USAID او استخباراتي ادارې استازي هم شامل وو.

په اعلامیه کې ویل شوي چې امریکایي هئیت د افغانستان له خاورې څخه نورو هیوادونو ته د تهدید د نه پیښیدو په اړه د طالبانو د تعهد په عملي کیدو ټینګار کړی دی.

نډ پرایس په اعلامیه کې زیاته کړې چې امریکایي هئیت په خوندي ډول د امریکایي اتباعو او هغو افغانانو چې په تیرو شلو کلونو کې یې امریکا ته کار کړی په وتلو او د میرمنو ، نجونو او اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب په اړه د طالبانو د شویو ژمنو د عملي کیدو په ارزښت ټینګار کړی دی.

اعلامیه وایي، د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي ټوماس وسټ د افرادو د خوندي وتلو او همدارنګه اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسیدو په برخه کې د شرایطو د ښه والي له امله د طالبانو د دوامدراه هڅو هرکلی کړی دی.‌

د اعلامیې په حواله، دواړو ټیمونو په افغانستان کې انساني کړکیچ په اړه د نړیوالې ټولنې په جاري فوري اقدام بحث وکړ او امریکایي هئیت ژمنه وکړه چې په راروان ژمې کې به د اړینو مرستو د رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو او بشري بنسټونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اعلامیه کې زیاته کړې چې د امریکا متحده ایالات ژمن دي څو ډاډ ترلاسه کړي چې د امریکا بندیزونه د امریکا او د نورو نړیوالو بنسټونو له خوا اړمنو افغانانو ته د مرستو د رسولو لار محدوده نکړي او مرستې تحریم شویو اداراتو او افرادو ته ونه رسیږي.

سره له دې چې امریکا په خپلو بانکونو کې د افغانستان شتمني کنګل کړې او د طالبانو یو شمیر مشران د امریکا په تور لست کې دي، د امریکا د مالیې وزارت داسې عمومي جواز صادر کړی څو له مخې یې د افغانستان خلکو ته لومړنۍ مرستې برابرې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې زیاته کړې، طالبانو په دې ملاقات کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اجازه به ورنکړي څو د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په وړاندې وکارول شي. خو اعلامیه وایي چې امریکایي مقاماتو په افغانستان کې د القاعده او داعش د دوامداره شتون په اړه اندیښنه څرګنده کړېده.

په اعلامیه کې ویل شوي امریکایي هئیت همدارنګه د طالبانو د مشرانو له خوا په ټولو سطوحو کې زده کړو ته د نجونو او میرمنو د لاسرسي څخه ملاتړ ته اشاره کړې او په ټول افغانستان کې یې ددې تعهد د عملي‌ کیدو غوښتنه کړېده.

بلخوا طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزیر له امریکایي هئیت سره په سياسي، اقتصادي، بشري، صحي، تعليمي، امنيتي او مرستې رسونې او همدارنګه بانکي او نغدي پیسو رسولو کې د لازمو تسهيلاتو برابرولو بحثونه کړي دي.

‏نوموړي لیکلي چې د افغانستان پلاوي امریکایي لوري ته د امنيت ډاډ ورکړ او غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان کنګل شوي پيسې بايد بې له قيد او شرط څخه خلاصي شي، تورلستونه او بنديزونه ختم او بشري موضوعات دې له سياسي موضوعاتو بیل شي.

XS
SM
MD
LG