د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د خپلو بندیانو ازادولو په اړه له ولسمشر غني څخه مننه کړې


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د پاکستاني بندیانو ازادلو په اړه له ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه کړې ده.

یو سند چې د ولسمشر غني لخوا د ښه نیت له مخې پکې د پاکستاني بندیانو ازادلو حکم کړي تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو.

ښاغلي محمد صادق خان د یاد سند تر خپرېدو وروسته تېره شپه د نومبر۲۳(لېندۍ دریمه) پر خپل ټویټر لیکلي چې هیواد یې د ښه نیت او بشر دوستانه اړیکو پیاوړتیا په هدف د پاکستاني اتباعو ازادلو د حکم په اړه له ولسمشر غني څخه مننه کوي.

هغه په دې برخه کې د پاکستان لپاره د ولسمشر غني له ځانګړي استازي عمر داودزي څخه هم مننه کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر دا مهاله د پاکستاني بندیانو ازادولو په اړه ټولنیزو رسنیو ته د راوتلي سند په اړه تبصره نه ده کړې.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې د افغانستان په زندانونو کې څومره پاکستاني اتباع بندیان دي، او په دغه حکم کې هم د خوشي کېدونکو پاکستاني بندیانو شمېر نه دی په ډاګه شوی.

په خپور شوي سند کې د د یو شمېر پاکستاني بندیانو د مجازاتو او نقدي جریمې بخښلو فرمان ورکړل شوی دی.

د یاد فرمان په لومړۍ ماده کې ویل شوي: "د پاکستان اسلامي جمهوریت هغه یو شمېر بندیان چې د بند مودې یوازې یوه میاشت یې پاتې وي، هغه پاتې یوه میاشت دې وبخښل شي."

دوهمه ماده: "د پاکستان اسلامي جمهوریت یو شمېر هغه بندیان چې د بند موده یې پوره شوې، خو د نقدي جریمې نه ادا کولو له امله په بند کې پاتې دي، نقدي جریمه دې دې وبخښل شي."

پاکستان پر داسې مهال له ولسمشر غني څخه د خپلو بندیانو ازادلو په اړه مننه کوي چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست روان کال په افغانستان د داعش ډلې مشر اسلم فاروقي او یو شمېر نورو پاکستاني اتباعو د نیول کېد خبر ورکړ.

تر دې مخکې هم په ننګرهار کې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د سلګونو داعش وسله والو د نیول کېد خبر ورکړل شوی چې د افغان چارواکو په وینا زیات یې پاکستانیان و.

خو تر دا مهاله معلومه نه ده چې په ازادېدونکو پاکستاني بندیانو کې به د داعش ډلې مشر اسلم فاروقي او د دغه ډلې نور وسله وال شامل وي که نه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په افرېل میاشت کې له افغان حکومت څخه په افغانستان کې د داعش ډلې د نیول شوي پاکستاني مشر اسلم فاروقي د ورسپارلو غوښتنه کړې وه.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال په یوې اعلامیې کې د اسلم فاروقي ورسپارل کېدو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه رد کړې وه.

په تېره اپرېل میاشت کې په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي و: "له هغه ځایه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د متهمینو او مجرمینو د استرداد تړون نه دی موجود، اسلم فاروقي سره به د افغانستان د قوانینو پر بنسټ چلند وسي."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او افغانستان تېره اونۍ کابل ته د عمران د سفر پرمهال د همکاریو نوی سند لاسلیک کړ.

XS
SM
MD
LG