د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بېرته پیلېدو هر کلی کړی


د امریکايي او طالب پلاوي د مذاکراتو مېز
د امریکايي او طالب پلاوي د مذاکراتو مېز

د پاکستان حکومت د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو لخوا د افغان سولې په اړه خبرو د بېرته پیلولو د اعلان هر کلی کړی او هغه یې د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات لپاره مهمي بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې هېواد یې د ولسمشر ټرمپ د هغې پرېکړې چې د سیاسي لارو چارو یې د افغان کړکېچ د پای ته رسولو په هدف له طالبانو سره د سولې خبرو د بېرته پیلولو اعلان کړی هرکلی کوي.

هغه پر خپل ټوېټر لیکلي:"دا په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګېدو لپاره یو مثبت پرمختګ دی."

قریشي ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټېنګښت په هدف له خپلو ټولو شریکانو سره د اسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې له نژدې کار کوي او هم ټوله اړخونه په دغه برخه کې همکارۍ ته هڅوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې پنجشنبې په ورځ د «نومبر پر ۲۷مه» کابل ته د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې وویل، چې طالبان غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي او ټاکل شوې د امریک متحده ایالاتو استازي له هغوی سره وګوري.

ښاغلي ټرمپ په بګرام پوځي اډه کې په خپله وینا کې وویل، چې طالبان د امریکا سره موافقې او د اوربند ټینګېدو ته تیار دي.

طالبانو هم له خپل اړخه امریکا سره د سولې خبرو بېرته پیلولو ته چمتووالی ښودلی، خو ټینګار یې کړی، چې یادې خبرې به له هغه ځایه پیل شي، چې بندې شوي وې.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه خبرې د «سپټمبر پر۷مه» په کابل کې د طالبانو تر موټر بم وروسته چې د یو امریکايي په ګډون ۱۲ افغان وګړي یې ووژل د ولسمشر ټرمپ لخوا لغوه اعلان شوې.

د افغان حکومت لخوا د طالبانو د درې غړو او طالبانو لخوا د افغان امریکايي پوهنتون د دوو بهرنیو اوستادانو او لسو ملي اردو سرتېرو تر خوشي کېدو وروسته د سولې خبرو د بېرته پیولو په اړه هیله ژوندۍ کړې.

خو دا چې امریکايي او طالب پلاوي به کله بېرته د خبرو مېز ته سره کښینې معلومه نه ده.

XS
SM
MD
LG