د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ۱۸ بهرنۍ خیریه مؤ‎سسې باسي


د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري نن پنجشنبه د ( لیندۍ/ قوس ۱۵) په ټویټر لیکلي : " دا ۱۸ بهرنۍ خیریه مؤ‎سسې باید وایستل شي، دوی باید د ټاکل شويو هدفونو له مخې کار کړای وای چې ویې نه کړ".

اسوشیتید پرس خبري آژانس د خبر له مخې اکثره دا مؤ‎سسې چې ایستل کیږي امریکايي دي او یو شمیر نور یې په بریټانیا یا نورو اروپايي هیوادونو کې میشت دي، خو ددغو مؤ‎سسو نوملړ لا تراوسه اعلان شوی نه دی.

لږترلږه نور ۲۰ خیریه مؤ‎سسې هم له پاکستان څخه د ایستل کیدو له خطر سره مخ دي. پاکستاني چارواکو څو میاشتې مخکې پرته له دې چې وضاحت ورکړي په پاکستان کې میشت ۳۸ خیریه مؤ‎سسو ته خبر ورکړ چې خپل فعالیتونه ودروي.

د پاکستان د مرستو د بنسټ ویاند عمیر حسن ویلي دا ۱۸ خیریه مؤ‎سسې په پاکستان کې د ۱۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۱ میلیون بې وزله پاکستانیانو ته مرستې رسوي.

ښاغلی حسن وايي چې هیڅ یوې دغې مؤ‎سسې ته معلومات ورکړل شوې نه دي چې ولې ایستل کیږي.

اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپور له مخې په پاکستان کې داسې انګیرنې شته چې د امریکا متحده ایالات او یو شمیر اروپايي هیوادونه د مرستې رسولو په نوم خپل جاسوسان پاکستان ته لیږي.

وروسته له هغې د امریکا استخباراتو په پاکستان کې د واکسین لګولو د پروګرام یوه پاکستاني کارکوونکي په همکارۍ د اسامه بن لادن پټنځای پیدا کړ، پاکستان د مرستې رسولو بهرنیو مؤ‎سسو پر فعالیت جدي څار کوي او د زیات شمیر فعالیت یې ځنډولي دي.

پاکستانی ډاکتر شکیل افریدي چې د اسامه بن لادن د پټنځای څخه د ډي این ای نمونه یې د امریکا متحدو ایالتونو په واک کې ورکړې وه، اوس په پاکستان کې بندي دی.

که څه هم د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور ویلي چې د ۱۸ خیریه مؤ‎سسو د ایستلو پریکړه د اسامه بن لادن له وژل کیدو سره تړاو نه لري، خو زیاته کړې ده چې دغو مؤ‎سسو د فعالیت لازم معیارونه پوره کړې نه دي.

XS
SM
MD
LG