د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ډیورنډ کرښې ته نږدې پوځي عملیات پیل کړي


پاکستاني پوځيان د ګزمې پرمهال
پاکستاني پوځيان د ګزمې پرمهال

پر پاکستاني پوځیانو له څو خونړیو بریدونو وروسته د پاکستان پوځ له افغانستان سره نږدې په خپله پوله کې پوځي عملیات پیل کړي دي.

د تندلارو او بیلتون غوښتونکو ډلو پورې اړوندو جنګیالیو تیره میاشت په بیلابیلو بریدونو کې حد اقل ۱۴ پاکستان پوځیان ووژل.

پاکستاني پوځیان وایي چې له څلورو څخه درې بریدونه د هغو جنګالیو له خوا شوي‌ چې له افغانستان څخه راغلي وو.

خو د طالبانو حکومت دغه تورونه رد کړی او ویلي دي چې د افغانستان خاوره د هیڅ برید لپاره نده کارول شوې .

رویټرز لیکلي ددې ډول تضمینونو سره سره، سرحدي جنجالونه چې د لسیزو راهیسې د دوو ګاونډیو د اختلاف نقطه ده، کولی شي د کابل او اسلام آباد روابط کمزوري کړي.

پاکستاني‌ پوځیانو ویلي دي چې په وروستیو نښتو کې د چهار شنبې په ورځ فبروري ۱۶ په بلوچستان ایالت کې حد اقل شپږ جنګیالي وژل شوي‌ دي.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې راغلي:"په پاکستان کې به د ترهګریزو اعمالو د ډا ډول عاملینو د له منځه وړلو لپاره عملیات روان وي."

یوه جګپوړي امنیتي پاکستاني چارواکي چې د عملیاتو په جریان کې دی رویټرز ته ویلي دي چې د اورپکو د داخلیدو لپاره یې استخباراتي هڅې زیاتې کړي دي.

پاکستان په داسې حال کې خپلې امنیتي هڅې زیاتوي چې د روانې میلادي میاشتې په دویمه نیټه وسله والو کسانو د بلوچستان په ایالت کې د پوځ په دوو پوستو بریدونه وکړل چې پکې څلور سرتیري او ۱۵ برید کوونکي پکې وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG