د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف د زندان نه په ضمانت خوشې شو


د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف، د روغتیایي دلیلونو په وجه د لاهور ښار د یو زندان نه په ضمانت خوشې کړای شوی دی.

د پاکستان د لاهور عالي محکمې د جمعې په ورځ اکتوبر ٢٥ (لړم ٣) اعلان وکړ چې ښاغلی شریف وروسته له هغې په ضمانت له زندان نه خوشې شو چې کورنۍ یې د هغه د روغتیایي وضعیت د خرابوالي خبر ورکړ.

ښاغلی شریف د دوشنبې په ورځ له زندان نه روغتون ته انتقال شوی و او تر اوسه په روغتون کې د زندان د مامورینو تر څارنې لاندې دی.

٦٩ کلن نواز شریف چې درې دورې د پاکستان صدراعظم و، پخوا یې هم د زړه ناروغۍ په گډون له یو لړ روغتیایي ستونزو سره مخامخ و.

ښاغلی شریف د مالي فساد په جرم په اوه کاله بند محکوم شوی دی، خو ښاغلی شریف د فساد تورونه رد کړي دي. ښاغلي شریف ویلي چې پر هغه لگیدلي تورونه سیاسي انگیزه لري.

په پاکستان کې د عمران خان له واکمن کیدو راهیسې ددې هیواد څو پخواني لوړپوړي مقامات د اداري فساد په وجه تر قانوني تعقیب لاندې نیول شوي دي.

د پاکستان اوسني حکومت د پخوانیو حکومتي مقاماتو په ضد د "سیاسي اقداماتو" اړوند تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ددغو کسانو محاکمه کول یواځې د فساد د جړلو د ایستلو په خاطر دي.

عمران خان د جمعې په ورځ وویل چې مسؤلانو ته یې لارښونه کړې چې د ښاغلي شریف د درملنې لپاره د ډیر ښه امکاناتو نه کار واخلي.

تر اوسه نده څرگنده شوې چې ښاغلی شریف به د درملنې لپاره په پاکستان کې پاته شي او که د هغه د مدافع وکیل د درخواست په اساس به بهر ته د تداوۍ لپاره انتقال شي.

XS
SM
MD
LG