د لاس رسي وړ اتصالات

یو افراطي مشر وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هغه بدنامه کړی


حافظ سعید چې د پاکستان د یوې ترهگرې ډلې جماعت الدعوه مشر دی وایي چې د پاکستان خارجه وزیر خواجه هغه بدنامه کړیدی.

په پاکستان کې د یوې ترهگرې ډلې جماعت الدعوه مشر د هغه ملک د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف په خلاف په محکمې کې دعوی کړیده. د جهادي ډلې مشر چې حافظ سعید نومیږي وایي چې خواجه اصف تیره اونۍ په نیویارک کې د اسیا ټولنې په تحقیقاتي مرکز کې د هغه په ضد داسې خبرې کړیدي چې هغه یې بدنامه کړیدی.

د حافظ سعید وکیل وایي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اصف دې حافظ سعید ته ١٠٠ ملیونه پاکستاني کالدارې جریمه ورکړي.

د حافظ سعید وکیل اې کې ډوگر وایي "دا بیخي دروغ دي چې گوندي حافظ سعید د امریکا ملگری او په سپېنې ماڼۍ کې یې د امریکایانو ډوډۍ خوړولي دي."

محکمې ته د حافظ سعید په دغه عریضه کې لیکل شویدي چې خواجه اصف دې د دوو اونیو په مودې کې بخښنه وغواړي او ېا دې د پاکستان د قوانینو سره سم د ٥ کلونو د بند سزا ته تیار شي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تیره اونۍ په نیویارک کې د اسیایي ټولنې په یو تحقیقاتي مرکز کې د پاکستان په هکله په یو بحث کې وینا کړي وه. ښاغلي خواجه اصف د کوربه سټیو کول د یو سوال په ځواب کې ویلی وو چې پاکستان د سختدریځو په ضد اقدامات کوي او لا نورو پیاوړي اقداماتو ته هم ضرورت لري. خو زیاته یې کړه چې په پاکستان کې داسې کسان موجود دي چې د کوم بحران په وخت کې پاکستان او د سېمې لپاره خطر پېښولې شي.

ښاغلي اصف ویلی و "دا ویل خو ډیر اسان دي چې د حقاني شبکه، حافظ سعید او لشکر طیبه په پاکستان کې دي خو دوي د پاکستان لپاره بار دی. او د دې خلکو نه د ځان خلاصولو لپاره زمونږ سره منابع نشته."

XS
SM
MD
LG