د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر: امنیتي ځواکونه په قاچاق کې لاس لري


د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي وایي ددې هیواد امنیتي ځواکونه د بهرنیو اسعارو او تجارتي مالونو په غیر قانوني توګه قاچاق کولو کې لاس لري.

ښاغلي بګټي دا څرګندونې دوشنبه اکټوبر ۲ (تلې ۱۰) امریکا غږ سره پداسې حال کې وکړلې چې پاکستان د امریکایي ډالرو او تجارتي مالونو د قاچاق د مخنیوي لپاره په ملي کچه پراخ کمپاین پیل کړی.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر په مرکې کې وویل چې "سل فیصده ریښتیا دي چې امنیتي چارواکي په سرحد کې د اسعارو او تجارتي مالونو په غیر قانوني توګه قاچاق کې لاس لري".

دي وزیر دا هم وویل چې د پاکستان پوځ به د هغوي سره چې پدې قاچاق کې لاس لري، حساب کتاب کوي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د پوځي چارواکو سره د حساب ورکوونې دا پروسه به د عامو خلکو لپاره پرانیستې نه وي.

هغه زیاته کړه، " قاچاق د اوښانو په شا نه بلکې په ټرکونو کې شوی. د پاکستان د پوځ لوی درستیز خپلو خلکو ته ښکاره ویلي چې یوازې نظامي محاکمه کیږي به نه بلکې هغوي چې په قاچاق کې لاس لري، زندان ته به واستول شي".

د پاکستان سرپرست حکومت تیره میاشت د خپل پولي واحد ارزښت ساتلو لپاره په ټول هیواد کې د امریکایي ډالرو د قاچاق او په غیر قانوني توګه د اسعارو تبادلې او لیږد رالیږد د مخنیوي لپاره مبارزه پیل کړله.

حکومت وایي چې د امنیتي ځواکونو په مرستې چارواکي همدرانګه د غنمو او بورې د قاچاق او ذخیره کولو سره مبارزه کوي او هم به کوښښ وکړي چې ارزان بیعه ایراني پترول واردول بند کړي.

په پاکستان کې پوځ تر ټولو ډیر واک او زور لري.

سره لدې چې پدې هیواد کې سرپرست ملکي حکومت تر هغه وخته چې عمومي انتخابات کیږي چارې پر مخ وړي، خو د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د خپلو پخوانیو مشرانو په شان د دولتي چارو پر مخ وړلو کې مهم نقش لري.

د ایالتي حکومت چارواکو تازه د پوځ لوی درستیز ته د امریکایي ډالرو او نورو تجارتي مالونو د قاچاق په هکله معلومات ورکړي و او د پوځ مشر هم ژمنه کړې وه چې د "غلا" څخه د هیواد خلاصون لپاره چې د پام وړ زیان یې پاکستان ته اړولی، مبارزه جاري ساتي.

د قاچاق د مخنیوي لپاره د دې مبارزې تر پیل وروسته د اسعارو تبادلې په بازار کې د پاکستانۍ کلدارو نرخ هم لوړ شوی او د همدې تیرې سپټمبر په میاشت کې یې د نړۍ په کچه نوم وګاټه.

د عارف حبیب لمیټیډ په نامه څیړنیز شرکت وایي چې تیره میاشت د پاکستانۍ کلدارو نرخ د ډالرو په مقابل کې ۶ په سلو کې ډیر شو او سره لدې چې تیره میاشت یو امریکایي ډالر په ۳۰۸ پاکستانۍ کلدارو تبادله کیده خو اوس یې نرخ ۲۸۷ دی.

د پاکستان حکومت وایي چې د تیرې ۴ اوونیو راپدیخوا د قاچاق پر ضدا دا مبارزه پیل شوې، چارواکو تر دې دمه ۲.۳ ملیون ډالر نیولي او د پولیسو ۱۶۸ شکایتونه هم ثبت شویدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG