د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ او بریدګرو مرګ ژوبله


په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ یوه اډه - عکس ارشیف
په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ یوه اډه - عکس ارشیف

پاکستاني مقاماتو ویلي چې په شمالي وزیرستان کې په یوه وسله واله نښته کې یو پاکستانی سرتیری او پنځه وسله وال وژل شوي دي.

دغه نښته د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۰ (غوایي۱) سهار وختي د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه په شاوخوا لس کیلومترۍ کې هغه وخت وشوه چې یوې ډلې وسله والو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ.

د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي ددې هیواد پوځیانو په متقابل غبرګون کې پنځه تنه وسله وال سخت دریځه وژلي دي.

شمالي وزیرستان یوه غرنۍ سیمه ده چې د څو کالو راهیسې د سیمه ییزو او بین المللي ترهګرو پناه ځای شوی دی او له هغه ځایه دننه په پاکستان او افغانستان باندې بریدونه پلان او عملي کوي.

د پاکستان پوځ ویلي چې د تیرو شپږو کلونو په اوږدو کې د پوځ د ترهګرۍ ضد ځمکنیو او هوایي عملیاتو په نتیجه کې دغه سیمه تر ډیره حده له ترهګرو پاکه شوې او په شمالي وزیرستان کې د بیارغاونې چارې روانې دي.

دغه برید پداسې حال کې کیږي چې د پاکستان حکومت د کروناویروس د خپریدو په وړاندې په مبارزه بوخت دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې اوسمهال څه دپاسه ۸۵۰۰ پاکستانیان په کروناویروس اخته شوي او پدې هیواد کې ۱۷۶ کسان ددغه ویروس په وجه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG