د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې یوې چاودنې شپږ پاکستاني پولیس وژلي


دا تصویر پخوانی دی او له دې پېښې سره تړاو نه لري.
دا تصویر پخوانی دی او له دې پېښې سره تړاو نه لري.

په پاکستان کې چارواکي وایي د دوشنبې په ورځ جنوري اتمه (مرغومې۱۸) د سړک غاړې ماین په یوې چاودنې کې شپږ پولیس وژل شوي دي.

چارواکي وایي دغه پولیس د پولیو ضد کمپاین د کارکوونکو امنیت ساته چې په موټر یې چاودنه وشوه. په دغې چاودنې کې د چارواکو په وینا حد اقل ۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د پولیسو یو چارواکي کاشف ذوالفقار وویل چې چاودنه د خیبرپښتونخوا د مهمندو په ایجنسۍ کې شوې ده او د ځینو زخمي پولیسو وضعیت ښه نه دی.

په پاکستان کې افراطي وسله والو تر دې مخکې هم د پولیو ضد واکسین په کمپاینونو باندې بریدونه کړي دي.

افراطي ډلې ادعا کوي چې دا واکسین نارینه شنډوي چې بیا یې اولاد ونه شي، دوی د پولیو ضد واکسین کمپاین د لویدیځ یوه دسیسه بولي. اسلامي هېوادونه او نړۍ دا ادعا ردوي او وايي ډاکټران وايي چې پولیو یو مضر ویروس دی چې انسانان فلج کوي.

په سیمه کې چارواکي وايي چې له چاودنې وروسته د پولیو ضدواکسین ودرول شو، خو ټول کارکوونکي یې خوندي دي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د ګوزڼ پېښې کېږي. تېرکال په پاکستان کې د ګوزڼ شپږ پېښې وشوې. پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې د ګوزڼ د یوې پېښې راپور ورکړی و او ویلي وو چې د دغه ویروس ختمولو ته نژدې شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG