د لاس رسي وړ اتصالات

مقامات: پاکستاني طالبانو دوه پولیس وژلي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

پاکستاني پولیسو د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۳) وویل، دوه پاکستاني پولیس په جلا جلا بریدونو کې په داسې حال کې ووژل شول چې د سرشمیرنې د معلوماتو د راټولولو ټیمونو ساتنه یې کوله. تحریک طالبان پاکستان ددې برید ادعا کړې ده.

پاکستان د مارچ د میاشتې په پیل کې د یوه میاشتنۍ ډیجیټل سرشمیرنه پیل کړه چې ورته د ۱۲۰زرو څخه د زیاتو شمیرونکو تر څنګ امنیتي چارواکي هم ګمارل شوي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې پاکستان پولیس مخ په زیاتیدونکي توګه د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو پر وړاندې د حکومت د جګړې په لومړۍ لیکه کې دي او په پرله پسې توګه دهغوی لخوا په نښه کیږي.

د دوشنبې په ورځ د سرشمیرنې پر دوو ټیمونو باندې د خیبر پښتونخوا ایالت په یوه سرحدي ولسوالۍ کې دوه جلا بریدونه وشول.

په ټانک ضلع کې د پولیسو یو مقام فاروق خان وویل، "وسله والو د پولیسو په هغې ډلې برید وکړ چې د سرشمېرنې د ټیم د امنیت د څارنې دنده یې په غاړه درلوده." هغه زیاته کړه چې په ټانک ولسوالۍ کې یو افسر ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.

وروسته بیا د پاکستان پوځ راپور ورکړ چې یو وسله وال د پوځیانو سره د "د ډزو په تبادله کې" وژل شوی.

په بل برید کې ناپیژاندو موټرسایکل سپرو پر پولیسو ډزې کړي یو یې وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د لکي مروت ضلعي انتظامیه چارواکي طارق الله فرانس پرس اژانس ته وويل، "امنيتي تدابير نور هم سخت کړل شوي او د سرشمېرنې پروسه بیرته پيل شوې ده."

دا بریدونه پداسې حال کې کېږي چې تیره اونۍ په ورته بریدونو کې یو پولیس منصبدار وژل شوی و.

تحریک طالبان پاکستان چې د افغان طالبانو په څیر سخت دریځه اسلامي نظریات لري، ادعا کړې ده چې دا درې واړه بریدونه هغوی کړي دي.

د پاکستاني طالبانو یو قوماندان فرانس پرس اژانس ته ویلي، "زموږ لومړنی هدف پولیس دي، دا مهمه نده چې دوی سیاستوال، د پولیو ټیمونه، او یا د سرشمیرنې ټیمونه ساتي."

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته پاکستان له پراخو سیاسي، اقتصادي او چاپیریالي کړکیچونو او همدارنګه د امنیتي وضعیت له خرابیدو سره مخامخ دی.

د جنورۍ په میاشت کې په پیښور کې د پولیسو د مرکز دننه په یوه چاودنه کې څه دپاسه ۸۰ پولیس وژل شوي وو.

د پاکستان په دې سرشمیرنه کې د راتلونکي اکتوبر په میاشت کې د پارلماني ټاکنو څخه دمخه د نفوس احصایه اخیستل کیږي.

ځینې سیاسي ګوندونه او قومي ډلې په پرله پسې توګه د سرشمیرنې په احصایو باندې نیوکه کوي او وایي چې په کې لاسوهنه کېږي او د دوی د سیمو د نفوس شمیرې سمې نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG