د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو دوه پولیس افسران او یو ساتونکی وژلي- چارواکي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په پاکستان کې امنیتي چارواکي وايي د پاکستاني طالبانو په یو برید کې دوه پولیس افسران او یو د بانک ساتونکی وژل شوي دي.

برید د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (جوزا۱۸) د خیبرپښتونخوا د منګورې په سیمه کې شوی دی.

د پولیسو یو مشر شفیع الله خان اسوشیتډپرس ته وویل چې پولیس د دریو بریدګرو لټون پیل کړی دی. بریدګر له برید وروسته تښتېدلي دي.

«تحریک طالبان پاکستان» رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ادعا کړې ده چې دا برید هغوی کړی دی.

تر دغه برید مخکې د یکشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې هم د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې وه. دا سیمه مخکې د طالبانو یو مرکز بلل کېږي.

سره له دې چې د پاکستان پوځ ادعا کوي چې سیمه یې له اورپکو پاکه کړې، خو وخت ناوخت د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کېږي او مرګ ژوبله ور اړوي. داسې اندېښنې شته چې طالبان بیا په سیمه کې د منظم په کېدو په حال کې دي.

«تحریک طالبان پاکستان» په افغانستان کې د واکمنو طالبانو خواخوږي او ملګري دي. افغان تېرکال طالبانو پاکستاني طالبان د پاکستان حکومت له استازو سره خبرو ته کېنول او د سولې موافقه یې هم وکړه، خو بېرته دا تړون مات شو او پاکستاني طالبانو له خپلو جنګیالیو وغوښتل چې د دغه هېواد په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه روان وساتي.

XS
SM
MD
LG