د لاس رسي وړ اتصالات

د وسله والو یو برید کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي


پاکستاني سرتېري

د پاکستان پوځ وايي په جنوبي‌ وزیرستان کې وسله والو د پاکستان د پوځ پر یوې پوستې برید کړی دی او څلور تنه یې وژلي دي.‌

د پوځ اعلامیه وايي‌ چې په متقابلو ډزو کې څلور بریدګر هم وژل شوي دي.‌ تر دې دمه چا د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

برید د جمعې په شپه فبروري‌۱۲ (سلواغه ۲۴) شوی دی.

د پاکستان پوځ د پېښې دقیق ځای نه دی ښودل شوی، خو وايي‌ چې برید «افغان کرښې ته» نژدې شوی او دا ځای د پاکستاني طالبانو قوي‌ مرکز و.

د پاکستان پوځ وايي‌ چې په پوځي‌ عملیاتو کې یې وزیرستان او ورڅېرمه سیمې یې له پاکستاني طالبانو پاکې کړي‌ دي.‌

د پاکستان پوځ وايي‌ چې په دغو عملیاتو کې «زرګونه ترهګر» وژل شوي او نورو یې مجبور شوي چې د افغانستان په نا امنه سرحدي سیمو کې ځانونه پټ کړي.‌

د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې ویل شوي چې پاکستاني طالبان د القاعده په ملاتړ په افغانستان کې بېرته سره منظم شوي‌ دي.

څه موده مخکې ملګرو ملتونو په خپل یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې دا مهال د ۸۰۰۰او ۱۰۰۰۰ترمنځ بهرني جنګیالي موجود دي چې ۶۵۰۰یې پاکستانیان دي.

د دغه راپور له خپرولو روسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د حکومت هغه ادعا په کلکه رد کړې وه چې «تحریک طالبان پاکستان» د هند په مرسته له افغان خاورې څخه د پاکستان او نورو هېوادونو پر ضد فعالیت کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ادعا په ردولو سره ویلې چې د پاکستاني طالبانو لاسونه د افغانانو په وینو لړلي او دا یوه تروریستي ډله ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې په تیرو کلونو کې د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر ملا فضل الله په ګډون د دغه ډلې یو شمېر نور مشران او غړي لکه محسود شهریار په افغانستان کې په هوايي بریدونو او جګړې کې وژل شوي دي.

وزارت ویلي چې افغانستان په سیمه کې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې تر ټولو زیاته ونډه اخیستې او په دې برخه کې یې زیاته قرباني ورکړې ده.

افغان حکومت پاکستان تورنوي‌ چې وسله وال طالبان یې ساتلي، روزنې ورکوي او بیا یې د جګړې لپاره افغانستان ته استوي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.‌‌

XS
SM
MD
LG