د لاس رسي وړ اتصالات

فلسطین د نړیوالې جنایي محکمې غړی شو


A man walks through a garden in Srinagar, India.
A man walks through a garden in Srinagar, India.

فلسطین د چارشنبې په ورځ په دن هگ کې د نړیوالې جنایي محکمې د مرکزي دفتر د تړلو دروازو تر شا په مختصرو مراسمو کې د دغې محکمې غړیتوب ترلاسه کړ.

د فلسطیني د خودمختاره ادارې له خوا د دې نړیوالې جنايي محکمې د غړیتوب د ترلاسه کولو هدف په اسراییل باندې د نړیوال فشار اچول دي.

دا کار په داسې حال کې کیږي چې د اسرائیل د صدراعظم بینیامن نتینیاهو په بیا ټاکل کېدو سره د یو خپلواک هېواد په توګه د فلسطین د رامنځ ته کېدو په اړه، د خبرو د بیا پیل کیدو چانس خورا کم دی.

بنیامین نتنیاهو د کلکو انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې ډېرې سختې خبرې وکړې او په څرگنده یې د فلسطیني هیواد د جوړېدو سره مخالفت څرگند کړ.

د فلسطین ادارې د هالنډ په هاگ ښار کې د نړیوالې جنايي محکمې تړون سږکال په جنوري کې لاسلیک کړ، او نن یې په رسمي توگه د دې نړیوالې محکمې غړیتوب ترلاسه کړ.

اسراییل تر اوسه پورې په دې هکله غبرگون ندی ښودلی او د فلسطین خودمختاره اداره د دې محکمې ١٢٣غړې شوه.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر په دې مراسمو کې په سمبولیکه توگه د روم مجسمه ترلاسه کړه.

له بلې خوا نړیوالو عدلي فعالینو د فلسطین د غړیتوب هر کلی کړی او هغه یې داسې یو فرصت گڼلی چې په وجه یې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د کلونو کلونو اوږد کړکیچ او شخړې پای ته ورسیږي.

اسرائیل د نړیوالې جنایي محکمې غړی نه دی، خو ددې هیواد پوځي او ملکي مشران به اوس که د فلسطیني ادارې پر وړاندې جنایي اعمال ترسره کړي، ښایي متهم وگڼل شي.

XS
SM
MD
LG