د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مشرانو ته پرانستی لیک: افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانستلو لپاره 'همغږی او زړور' اقدام وکړئ


د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ بنسټ او د بشري حقونو مدافعینو په افغانستان کې د ۳۰۰ ورځو راهیسې د نجونو د ښوونځیو تړل کیدو ته په اشارې په یو پرانستي لیک کې د نړۍ له مشرانو غوښتي چې د هغوی د راتلونکي څخه د ملاتړ لپاره خپل پیوستون په کلیماتو نه بلکې په عمل کې څرګند کړي.

په لیک کې راغلي چې: « ۳۰۰ ورځې کیږي په افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دی. د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز چې څومره غځیږي، هومره نجونې ښوونځیو ته له تګ ناهیلې او له پوهنې لاس په سر کیږي.»

دغه بنسټ او د بشري حقونو مدافعینو د نړۍ له مشرانو غوښتي چې د افغان نجونو ملاتړ وکړي ځکه د هغوی په باور ځوانې او په زده کړو سمبالې ښځې کولای شي نړۍ امنه او غښتلې کړي.

دغه لیک د نړۍ مشرانو ته په خطاب کې ټینګار کړی دی، ددې لپاره چې دغه کار وشي نن باید د افغان نجونو د راتلونکي لپاره «زړور او سمدستي» اقدامات ترسره کړئ.

پدې پرانستي لیک کې راغلي دي: «هغه څه چې مونږ یې له تاسې غواړو هغه د اعلامیې د خپرولو او یا په نړیوالو ناستو کې د یوې شېبې له چوپتیا غوره کولو څخه ور اخوا دي. که څه هم د خواخوږۍ شېبې او اعلامیې په ښه نیت خپرېږي، خو بیا هم طالبان د نجونو له حقونو د سرغړاوي په تړاو نه محکومیږي. نړیوال باید ډیپلوماتیک فشار ته ادامه ورکړي تر څو طالبان سمدلاسه د نجونو پرمخ منځني ښوونځي او لېسې پرانېزي.»

په تیرو شلو کلونو کې په میلیونونو افغان ښځو او نجونو زده کړې کړي او ددې بنسټ په باور نړیوالو مشرانو د افغانستان د ولسي بنسټونو او سازمانونو سره په مشارکت سره د دوامداره پرمختیا لپاره سیمه ییزې او نړیوالې ژمنې کړي دي.

دغه لیک چې پرون خپور شو د نړۍ مشرانو ته په خطاب کې چې په برابرۍ، عدالت او بشري حقونو باندې باور لري، ویلي دي چې «ستاسې اخلاقي دنده ده چې د سلګونه زره کورنیو او نجونو ترڅنګ ودرېږئ چې د ښوونځيو پرانیستل غواړي او د کلتوري، ټولنیز او سیاسي حقونو غوښتنه کوي.»

په لیک کې راغلي: «. مونږ له سیمه ییزو ملګرو، نړیوالو رهبرانو او ادارو غواړو چې په همغږۍ او زغرده خپل غږ پورته کړی.»

پدې لیک کې د نړۍ له مشرانو څخه د افغان نجونو او ښځو د بشري حقونو د ملاتړ لپاره د دریو مشخصو اقداماتو غوښتنه شوې چې په کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار باندې د بندیزونو د رفع کولو لپآره په افغانستان کې پر واکمنو مقاماتو باندې د فشار زیاتول شامل دي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې نجونې بیرته ښونځیو ته او ښځې بیرته په ټولنه کې په امن سره مشارکت ولري.

په افغانستان کې د زده کړو له نظام څخه د سمدستي مالي ملاتړ اختصاص، د د نجونو لپاره د زده کړو د یو میکانیزم د رامنځته کولو لپاره د بشري حقونو د سازمانونو او مدني بنسټونو تمویل، د نجونو د زده کړو د مدافعینو او فعالانو څخه ملاتړ او او د افغانستان د پرمختیا لپاره د لازمو شرایطو برابرول د نورو اقداماتو په لړ کې دي چې پدې لیک کې د نړۍ له مشرانو غوښتل شوي دي.

وروسته له هغه چې طالبان یو ځل بیا د تیر کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واکمن شول د نجونو پرمخ د متوسطه او لیسو ښوونځیو دروازې وتړل شوې، د ښونځیو د پرانستلو په اړه ددې ډلې د ژمنو سره سره لا هم نجونې له زده کړو محرومې دي.

خو پدې وروستیو کې د کابل په ولایت کې د طالبانو د عالمانو د شورا مشر فقیرالله فایق، وویل چې ددې ډلې مشر هبت‌الله اخندزاده، د نجونو د ښوونځیو له پرانستلو سره مخالفت نلري او د ښوونځیو دروازې به «ډیر ژر» د نجونو پرمخ پرانستل شي.

د طالبانو د کابل ولایت لپاره د علماو د شورا دغه مقام د امریکاغږ سره په مرکه کې وویل چې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانستل کیدو غلت دادی چې «د هغوی ټولګي باید جلا وسي.»

دا پداسې حال کې دي چې په تیرو دوو لسیزو کې د نجونو او هلکانو ښوونځي جلا وو او حتی د نجونو د ښوونځیو اکثریت استادان او مامورین زنانه وو.

طالبانو په خپله لومړی ځل واکمنۍ کې د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ پورې د خپل کنترول لاندې ساحو کې نجونو ته ښونځیو ته د تګ اجازه نه ورکوله.

XS
SM
MD
LG