د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: له دې وروسته تر ۱۵ کلنۍ پورته کسانو ته لس کلن پاسپورتونه ورکول کیږي


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست وايي، تر دې وروسته تر ۱۵ کلنۍ پورته کسانو ته لس کلن پاسپورتونه ورکول کیږي.

د یاد ریاست ویاند شفیع الله تسل نن دوشنبه اپرېل ۱۸ (وري ۲۹) امریکا غږ ته وویل چې تر پنځلس کلنۍ کم عمره کسان په دغه پرېکړه کې شامل نه دي او هغوی ته پنځه کلن پاسپورتونه ورکول کیږي.

ښاغلي تسل وویل:"د پاسپورټ ریاست د رهبرۍ د پرېکړې له مخې له دې ورسته هر هېوادوال چې عمر یې له ۱۵ کالونو څخه لوړ وي، باید د پنځه کلن پاسپورټ پر ځای لس کلن پاسپورټ ترلاسه کړي."

طالبانو تر دې مخکې پر پنځه کلن پاسپورت شاوخوا شپږ زره افغانۍ او پر لس کلن پاسپورت څه باندې ۱۱زره افغانۍ اخلي.همدارنګه تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو لپاره د یوه پاسپورت پر سره څه کم څلور زره افغانۍ اخلي. تر دا مهاله معلومه نه ده چې طالبان به په دې نوي پرېکړې کې د پیسو په اخیستلو کې تغیر را منځته کړي که نه.

ښاغلي تسل زیاته کړه چې یاده پرېکړه د زیاتې ګڼې ګوڼې د کمونې او د پاسپورټونو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې د پاسپورت ریاست رئیس عبدالحکیم حمیدي ویلي و چې د زیاتو سهولتونو رامنځته کولو په هدف، د دغه ریاست د اداري او تخنیکي کارونو د لنډولو په هدف هڅې روانې دي.

ښاغلي حمیدي وویل چې په تیره یوه میاشت کې نژدې د پاسپورت اخیستلو نژدې ۳۰۰زره غوښتون لیکونه رسېدلي چې په خبره یې تر څېړنو لاندې او وېشل یې دوام لري.

د طالبانو حکومت د پاسپورت عمومي رئیس وویل چې اوس مهال د دغه ریاست تخنیکي ظرفیت لوړ شوی او په خبره یې دغه ریاست اوس مهال په ورځ کې د څه باندې شپږ زره پاسپورتونو چاپولو توان لري.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وویل چې د پاسپورت اخیستلو لپاره په کابل کې د انلاین فورمونو ډکولو بهیر پیل شوی دی او خلک کولای شي چې انلاین ثبت نام وکړي.

د پاسپورت ریاست د روانې مارچ میاشتې پر ۱۴مه په ولایتونو کې د پاسپورت ورکولو بهیر بند کړ او یوازې په کابل کې هغو کسانو ته د پاسپورتونو ورکولو بهیر پیل کړ چې مخکې انلاین ثبت نام کړی و.

د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته، د پاسپورت ورکولو بهیر په دغه هیواد کې بند شو، تر هغه وروسته د اکتوبر پر ۱۵مه د پاسپورت ورکولو بهیر له سره پیل شو.

د کابل د پاسپورت ریاست د تیرې نومبر میاشتې پر پنځلمسه هم د شاوخوا یوې میاشتې لپاره د تخیکي ستونزو له امله د مراجعینو پر مخ تړل شوی و چې وروسته یې خدمات پيل شول.

خو په وروستي مورد کې په کابل کې د پاسپورت ریاست وروسته تر هغه خپل چارې بندې کړې کله چې طالب چارواکو د کابل پاسپورت ریاست مخته د یو ځانمرګي بریدګر د له منځه وړلو خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG