د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د احصایې اداره: ۷.۵ میلیون الکترونیکي تذکرې وېشل شوي


د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، ټولو افغان وګړو ته د الکترونیکي تذکرو ورکولو بهیر روان دی او تر دا مهاله یې ۷.۵ میلیون کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشلي دي.

دغه ادارې زیاته کړې ده چې په افغانستان کې تر سیاسي تحولاتو وروسته یې بیرته خپل فعالیت پيل کړی او تر دا مهاله یې څه باندې ۱.۵میلیون کسانو ته په کابل او ولایتونو کې الکترونیکي تذکرې وېشلي دي.

دغه ادارې همدارنګه زیاته کړې: "دې ادارې په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو د ۷۳ فعالو وېش څانګو پرمټ، چې ۱۹ یې په کابل، لږ تر لږه یوه‌ یوه وېش څانګه په هر ولایت او تر دوو ډېرې په لویو ښارونو کې دي، د دې تذکرو د وېش ملي بهیر ته چټک‌تیا بخښلې ده."

که څه هم د افغانستان د احصايي او معلوماتو ملي اداره د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر د چټکېدو خبر ورکوي، خو د کابل او ځینو ولایتونو اوسېدونکي د الکترونیکي تذکرو د پڅ فعالیت څخه شکایت کوي.

د احمد فهیم په نوم د کابل ښار یوه اوسېدونکي نن دوشنبه اپریل ۱۱ (وري ۲۲) امریکا غږ ته وویل د الکترونیکي تذکرو لپاره د خلکو تقاضا زیاته، خو د دغه ادارې د خدماتو عرضه کول ډير ټيټ دي.

هغه وویل د څو ورځو راپدېخوا د الکترونیکي تذکرو یو مرکز کې د خپل ځان او کورنۍ لپاره د تذکرو اخیستلو کارونه مخته وړي، خو تر دا مهاله یې په تر لاسه کولو نه دی بریالی شوی.

د کابل ښار دغه اوسېدونکي همدارنګه وویل چې د ورځې سلګونه کسان په «سرای شمالي» کې د الکترونیکي تذکرو مرکز ته مراجعه کوي، خو د تذکرو په اخیستلو نه بریالي کیږي.

هغه زیاته کړه:"څلور ورځې کیږي چې سهار وختي دغه مرکز ته راځم، سلګونه کسان په لین کې ولاړ وي تر څو د خپلو کارونو پر مخ وړلو لپاره د تذکرو مرکز ته داخل شي.د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده،خو د احصایې کار کوونکي نشي کولای زموږ ټولو کارونو ته رسیدګي وکړي."

د افغانستان د تیر حکومت او طالبانو د پرېکړې په اساس یوازې هغه کسانو ته پاسپورتونه ورکول کیږي چې الکترونیکي تذکرې ولري.

د رومل په نوم د پروان ولایت یو اوسېدونکی هم وايي چې د الکترونیکي تذکرې اخیستلو په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دی، د هغه په وینا د پاسپورت اخیستلو لپاره باید لومړی الکترونیکي تذکره تر لاسه کړي:"مور مي ناروغه ده پاسپورت ته اړتیا لرم،په کاغذي تذکره پاسپورت نه ورکوي، مجبور یم، لومړی باید د خپل ځان او مور لپاره تذکره واخلم او وروسته پاسپورت واخلم."

هغه وویل چې په پروان ولایت کې د الکترونیکي تذکرو اخیستلو یوه اونۍ وخت نیسي، د نوموړي په وینا د پروان مرکز چاریکار کې دالکترونیکي تذکرو یوازې یو مرکز فعال دی او یو بل د طالبانو لخوا تازه د یاد ولایت د شینوارو ولسوالۍ په غوربند دره کې فعال شوی دی.

په الکترونیکي تذکرو کې د افغان کلمه لیکل یوه له جنجالي مسئلو څخه وه چې په دې اړه پرېکړې شاوخوا درې کاله وخت ونیوی.

د دغه جنجال د پای ته رسېدو لپاره پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۶ کال په غوايي میاشت کې فرمان ورکړ چې پر اساس یې په الکترونیکي تذکرو کې د دین، افغانیت او قومیت لیکل تائید شول.

تر هغه وروسته په افغانستان کې د الکترونیکي تذکرو وېش د ۱۳۹۷ کال په غوايي میاشت کې پيل شو او پخوانی ولسمشر محمد اشرف غنی لومړی کس و چې الکترونیکي تذکره یې واخیستله.

XS
SM
MD
LG