د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د پاسپورت اخیستلو لپاره انلاین ثبت نام له سره پيل شو


د کابل پاسپورت ریاست کې د مراجعین د پاسپورت اخیستلو پر مهال
د کابل پاسپورت ریاست کې د مراجعین د پاسپورت اخیستلو پر مهال

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پاسپورت اخیستلو لپاره د انلاین فورم ډکولو بهیر بیرته په کابل کې پیل شوی او له مراجعینو څخه یې غوښتي چې له دې وروسته انلاین ثبت نام وکړي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ اپریل نهمه (وري ۲۰) ویلي چې د پاسپورت عمومي ریاست له شاوخوا شپږ میاشتو څخه بیا تر دا مهاله ۲۰۰زره کسانو ته چې انلاین او یا حضوري ډول یې ثبت نام کړی و، پاسپورتونه ورکي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې اوس مهال د پاسپورت ریاست تخنیکي او بشري ظرفیت لوړ شوی او غوښتونکي کولای شي چې له نن ورځې ۱۲ بجو څخه انلاین ثبت نام وکړي.

د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په دې اړه راغلي:"د پاسپورټ مرکزي اداره د خپل تخنیکي او بشري ظرفیت له لوړولو وروسته نن شنبه د وري میاشتې ۲۰ مه نیټه د غرمې په ۱۲ بجو دغه سایټ د غوښتونکو پر مخ پرانیستل شو زموږ هیوادوال کولای شي د پاسپورت لپاره آنلاین غوښتنه وکړي."

په اعلامیه کې ویل شوي چې انلاین ثبت نام محدود نه دی بلکې په روژه کې به هره ورځ دوه زره او تر روژې وروسته به هره ورځ درې زره پاسپورتونه د انلاین نوم لیکنې له لارې خلکو ته توزیع کړي.

د پاسپورت عمومي ریاست ویاند شفیع الله تسل بیا امریکا غږ ته وویل چې په دغه بهیر کې ولایتونه هم شامل دي.

یاد وزارت ویلي چې د في نفر پاسپورت د انلاین فورم ډکولو لپاره ۲۰۰ افغانۍ ټاکل شوي او په خبره یې خلک دې له دې زیاتې پیسې نه ورکوي.

د پاسپورت ریاست د روانې مارچ میاشتې پر ۱۴مه په ولایتونو کې د پاسپورت ورکولو بهیر بند کړ او یوازې په کابل کې هغو کسانو ته د پاسپورتونو ورکولو بهیر پیل کړ چې مخکې انلاین ثبت نام کړی و.

د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته، د پاسپورت ورکولو بهیر په دغه هیواد کې بند شو، تر هغه وروسته د اکتوبر پر ۱۵مه د پاسپورت ورکولو بهیر له سره پیل شو.

د کابل د پاسپورت ریاست د تیرې نومبر میاشتې پر پنځلمسه هم د شاوخوا یوې میاشتې لپاره د تخیکي ستونزو له امله د مراجعینو پر مخ تړل شوی و چې وروسته یې خدمات پيل شول.

خو په وروستي مورد کې په کابل کې د پاسپورت ریاست وروسته تر هغه خپل چارې بندې کړې کله چې طالب چارواکو د کابل پاسپورت ریاست مخته د یو ځانمرګي بریدګر د له منځه وړلو خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG