د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د شفتالو حاصلات زیات شوي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د دغه هېواد په ختیځ او جنوب ختیځو ولایتونو کې د شفتالو مېوې حاصلات لس سلنه ډېر شوي دي.

د دغه وزارت یوې خبرپاڼې کې راغلي دي چې تېر ۱۳۹۸ کال دغه ولایتونو کې نهه زره ټنه شفتالو تولید شوي او ټولټال ۴۵۰ میلیونه افغانۍ عاید یې اړولی و.

ننګرهار، پکتیا، خوست، پکتیکا، لوګر او لغمان په دغه ولایتونو کې شامل دي.

د یاد وزارت معلوماتو پر اساس د سږ کال د شفتالو حاصلات به ۵ سوه میلیونه افغانۍ عاید وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په تېر کال کې: "ټول افغانستان کې د شفتالو ۷۶ زره هکټاره نوي لوی او واړه بڼوڼه جوړ شوي چې تېر کال کې یې څه باندې ۶۱ مټریک ټنه حاصل ورکړی."

شفتالو خوندوره او اوبلنه مېوه ده چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې یې بیلایل ډولونو ښه حاصل ورکړی دی.

د کرنې وزارت وايي چې پخوا به د پاکستان شفتالو د افغانستان شفتالو نه مخکې بازارونو ته وړاندې کېدل خو دوی د شفتالو د یو بل جنس بڼوڼو باندې کار کړی چې په ۷۰ ورځو کې یې مېوه پخیږی.

د خبر پاڼې د معلوماتو پر اساس دغه نوی جنس د افغانستان بازارو ته د پاکستان د شفتالو د رسېدو نه مخکې پخیږي.

XS
SM
MD
LG