د لاس رسي وړ اتصالات

پلوسي افغانستان ته په تجارتي الوتکه کې سفر هم وځنډاوه


د امریکا د استازو د مجلس د رئیسې ناسي پلوسي ویاند ویلي دي چې افغانستان ته په تجارتي الوتکه د میرمن پلوسي سفر د امنیتي گواښونو د "زیاتوالي" په وجه ځنډیدلی دی.

د امریکا د فدرال حکومت د یو شمیر برخو د بندیدو وروسته جمهور رئیس ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (جنورۍ ١٧) میرمن پلوسي ته اجازه ورنکړه چې په یوې پوځي الوتکه کې افغانستان ته لاړه شي، خو زیاته یې کړه چې که غواړي کولای شي په تجارتي الوتکه سفر وکړي.

ددې مسلې په دوام کې ټاکل شوی وه چې میرمن پلوسي د یو هیت په ملتیا په یوې تجارتي الوتکه کې افغانستان ته سفر لاړه شي.

خو د میرمن پلوسي ویاند وایي چې سپینې ماڼۍ ددغه سفر جزییات رسنیو ته ورکړي او پدې توگه "د سفر کوونکي هیت، امریکایي سرتیرو او نورو مقاماتو د سفر په وړاندې امنیتي گواښونه زیات شوي دي".

د امریکا د استازو د مجلس د رئیسې ویاند دریو همیل، وویل "نن سهار مونږ خبر شو چې (د جمهور رئیس ټرمپ) ادارې د تجارتي الوتکې په واسطه د سفر پروگرام په ډاگه کړی دی".

هغه زیاته کړه چې "هغه گواښ ته په پاملرنې چې د جمهور رئیس ددې اقدام په نتیجه کې رامنځ ته شوی پلاوي تصمیم ونیو چې خپل سفر وځنډوي، تر څو زمونږ د سرتیرو او نورو کسانو امنیت چې پدې سفر کې شامل وو له دې نه نور زیات خراب نشي".

تیره ورځ جمهور رئیس ټرمپ میرمن پلوسي ته په یو لیک کې لیکلي وو چې د خارجي سفرونو پر ځای ښه ده په واشنگټن کې پاته شي او "له ما سره د سرحدونو د امنیت پر سر مذاکره وکړي، چې د فدرالي ادارو د بندیدل پای ته ورسیږي."

د امریکا د فدرالي حکومت یو شمیر ادارې چې د جمهور رئیس ټرمپ او د استازو د مجلس د غړو ترمنځ د مکسیکو په پوله د دیوال د جوړولو د بودجې پر سر بندې شوې دي په نتیجه کې یې په سلگونو زره مامورین په کور ناست دي.

XS
SM
MD
LG