په چین کې چارواکي وایي چې د یکشنبې په ورځ د یو بس د ټکر له کبله لږ تر لږه ۲۷ تنه مړه شوي دي. دا ټول هغه کسان وو چې د کروناویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د قرنطین یو مرکز ته انتقالېدل.
د چین چارواکو نن یکشنبه سپتمبر ۱۸ (وږې۲۷) وویل چې دا په روان کال کې په دغه هېواد کې تر ټولو خونړۍ ترافیکي پېښه وه.
پېښه د ګوئیژو ایالت په لویه لاره کې شوې ده او چارواکي وايي چې په بس کې ۴۷ تنه سپاره وو چې چپه شو. سیمه ایزې رسنۍ وايي چې په سیمه کې د ۲۰ زخیمانو درملنه شوې ده. د ګوئیژو والي تائید کړې ده چې بس د ګوئیانګ ایالت څخه دا کسان انتقالول.
د سیمې حکومتي چارواکو په ټولنیزو رسنیو کې اعلامیه خپره کړې ده چې په کې ویل شوي دي چې په سیمه کې د زخیمانو درملنه تمامه شوې ده او د مړو د انتقال مراسم په پام کې نیول شوي او د پېښې په اړه یې پلټنې هم پیل کړې دي.
دا لا دقیقه معلومه نه ده چې په بس کې ناست خلک په کرونا ویروس اخته وو، که د کرونا ویروس اخته کسانو سره یې تماس نیولی و او په داسې ودانیو کې یې ژوند کاوه چې کرونا ویروس په کې خپور شوی و.
د ګوئیژو په ایالت کې په تېرو دوو ورځو کې د کرونا ویروس ۹۰۰ تازه پېښې ثبت شوي دي او ګوئیانګ ښار، چې شاوخوا شپږمیلیون اوسېدونکي لري، د کرونا ویروس له کبله د سپتمبر په میاشت کې قرنطین او بند شوی دی.
په یو خپور شوي تصویر کې ښودل کېږي چې د بس چلوونکي او مساپرو د کرونا ویروس د مخینوي او ضد جامې په تن کړي، د فرانسې خبري اژانس وايي چې دا تصویر تائیدولای نشي.
چین د کرونا ویروس په ضد د صفر پالیسي لري او نه پرېږدي چې دا ویروس نور هم خپور شي، په ویروس اخته خلک، سیمې او ښارونه قرنطین کوي. ځینو کسانو دغې پېښې ته په کتو د حکومت په دغې تګلارې هم کلکې نیوکې کړي دي. په چین کې ترافیکي پېښې کېږي خو دا ډول پېښې په حکومت باندې د خلکو نیوکې پاروي.
د کروناویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې په لومړي ځل د چین د ووهان په ایالت کې پيدا او ژر د نړۍ نورو برخو ته هم خپور شو چې له کبله یې میلیونونه کسان مړه او په دغه ویروس اخته شول.