د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: ۹۰ سلنه افغانان کافي خواړه نلري


د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په افغانستان کې له هرو لسو کسانو، نهه تنه یې نشي کولای کافي خواړه لاسته راوړي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم لومړۍ) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې والدین نشي کولای خپلو ماشومانو ته صحي خواړه برابر کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام شمېرې ښيي چې دغه سازمان په روان میلادي کال کې په ټول افغانستان کې له څه باندې ۲۱ میلیون زیانمن شوو کسانو سره چې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام روانه میاشت ویلي وو چې په راروان ژمي کې په افغانستان کې د اړمنو کورنیو سره د مرستې رسونې لپاره ۱.۱میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

دا په داسی حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان تر دې مخکې ویلي و چې د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې پوري به په افغانستان کې نژدې ۲۰ میلیون کسان د خوړو له بحراني او بېړني حالت سره مخ شي.

دغه سازمان د اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۴) ویلي و چې د نورو عواملو ترڅنګ له پاشل کېدو سره مخ اقتصاد او د وچکالۍ د دوام له امله په دغه هیواد کې په لوړه کچه د خوړو نه خوندیتوب دوام ولري. په راپور کې ویل شوي چې یاد کار په افغانستان کې هم د خلکو د بېکارۍ، د پورنو او خوارځواکۍ د زیاتوالي لامل ګرځېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان روان وضعیت ته په کتو اټکل کړی چې د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې به څه باندې ۱۳ میلیون کسان په بحراني شرایطو او نژدې اووه میلیون نور به د «خوړو بېړني حالت» سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG