د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د طبي مرستو دیارلسمه جوپه افغانستان ته ورسېده


د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان له خلکو سره یې د بشري مرستو په دوام، د دغه هیواد د طبي لوازمو او درملو بله تازه جوپه کابل ته رسېدلې ده.

دغه وزارت د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه طبي مرستې په کابل کې د اندراګاندي (صحت طفل) روغتون ته سپارل شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي په اړه د ملګرو ملتونو د بېړنۍ غوښتنې په اساس، به له دغه هیواد سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس، دغه هیواد تر دا مهاله له افغانستان سره د ۴۵زره ټنو درملو او روغتیايي تجهیزاتو، ۵۰۰زره ډوزه د کرونا واکسین، ۴۰زره ټنه غنمو او ژمنیو لباسونو مرسته کړې ده.

د هندي چارواکو د معلوماتو په اساس مرسته شوي غنم په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته سپارل شوي او روغتیايي مواد د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د اندراګاندي روغتون ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په کمېدو او د دغه هیواد د پانګې په کنګل کېدو سره په دغه هیواد کې د بشري بحران زیاتېدو په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) یو ځل بیا د دغه هیواد اقتصادي بحران په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې ۹۰ سلنه افغانان کافي خواړه نلري او څه باندې ۵۰ سلنه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا همدارنګه زیاته کړې چې ۷۸ سلنه افغانانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره قرضونه اخیستي دي.

هند پر داسې مهال له افغانانو سره د خپلو بشري د دوام خبر ورکوي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوي له طالب چارواکو او خپلو نابشپړه پروژو څخه د لیدنې په هدف کابل ته سفر وکړ.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۲مه یوه اعلامیه کې ویلي و چې کابل ته د یاد پلاوي د سفر هدف له افغانستان سره د هغه هیواد د بشري مرستو نظارت او ځینو هغو پروژ څخه لیدنه ده چې هند یې چاري پیل کړي وې.

XS
SM
MD
LG