د لاس رسي وړ اتصالات

پېښور میشتي افغانان وايي کرکټ کې د پاکستان په وړاندې د افغانستان بریا یې په مخونو موسکا راوستې


افغانستان له پاکستان څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله.
افغانستان له پاکستان څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله.

په پېښور کې یو شمېر افغانان وايي د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان دوو پرله پسې بریاوو د دوی پر مخونو موسکا خپره کړې ده.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (وري اوومه) پای ته ورسېده. افغانستان ددغو سیالیو لومړۍ او دوهمه لوبه وګټله او د لړۍ جام یې خپل کړ.

د محمد رووف په نوم د پېښور اوسېدونکی افغان وايي، د افغانستان دا بریا په ګڼو ستونزو کې ګیر افغان ولس ته لویه خوښي ده. هغه زیاته کړه: "مونږ بې حده خوشحال یو، تاسو پوهیږئ چې افغانان په بیلابیلو هیوادونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. نو داسې بریا موږ بې حده خوشحالوي."

له دې وړاندې د افغانستان او پاکستان تر منځ درې نړیوالې شل اوریزې او څلور یو روځنې لوبې ټولې د پاکستان په ګټه پای ته رسېدلي وې. د خمیني سجاد په نوم د پېښور بل اوسېدونکی افغان وايي، په تېرو ځینو لوبو کې افغانستان بري ته نږدې شوی وو.

هغه وویل: "موږ له پاکستان سره په څو لوبو کې تر پایه پورې قوي لوبه درلوده خو بد بختانه په اخرکې به بڼه بدله شوه او مونږ به ونه ګټله. خو دا ځل د راشد خان په مشرۍ کې زمونږ لوبغاړي وتوانیدل چې داسې یوې لوبډلې ته ماته ورکړي چې نړیوال جام یی ګټلی دی."

'د پاکستان نوي او بې تجربه لوبغاړي'

په پېښور کې يو شمېر پاکستاني ځوانان وايي، چې د پاکستان د پرله پسې دوو ماتو لامل د پاکستان کرکټ بورډ لخوا ټاکل شوي نوي او بې تجربه لوبغاړي دي.

د بصیر الله په نوم د پېښور اوسېدونکی وايي: "د افغانستان لوبغاړو په ډیر لږ وخت کې دومره هڅه وکړه چې نړیوالو سیالۍ ته ځان ورسوي. خو د پاکستان داسې ډول لوبه کول د ټول قام لپاره ډیره د مایوسۍ خبره ده."

ایاز رضا چې د سپورټ په برخه کې ۱۸ کلنه تجربه لري وايي، د پاکستان کرکټ بورډ ددې نړیوالو سیالیو دپاره د تجربه لرونکو لوبغاړو پر ځای د نویو لوبغاړو پر ټاکلو پښیمان دی.

هغه زیاتوي: "په دې لړۍ کې د پاکستان کرکټ بورډ هغو لوبغاړو ته ځای ورکړی چې د پاکستان په سوپر لیګ کې یې ښه لوبه کړې وه خو له بده مرغه د پاکستان کرکټ بورډ له تمې سره سمې لوبې یې ونشوې کړای."

د افغانستان دغه بریا په ټولنیزو رسنیو کې ونمانځل شوه.

XS
SM
MD
LG