د لاس رسي وړ اتصالات

د پېښورعالي محکمې په جینۍ د 'غږ' کولو رواج غیرقانوني کړ


د پېښورعالي محکمې امر کړیدی چې د غږ رواج غیرقانوني دی او په پښتنونخوا او قبایلي سیمو کې به څوک دا حق ونلري چې په یوې جینۍ غږ وکړي او هغه د بل چا سره د واده نه منع کړي.

غږ چې په پښتنو کې یو زوړ رواج دی، نارینه یې په یوې جینۍ د دې لپاره کوي چې د هغې سره بل څوک واده ونکړی شي او هغه دې د غږکونکي په نوم شي.

کله چې په یوې جینۍ غږ وشي نو بیا هغه جینۍ ټول عمر بل چیرته واده نشي کولی.

د بشري حقونو فعالین د پاکستان په قبایلي سیمو او خیبرپښتونخوا کې د دې رواج خلاف مبارزه کوي.

د یادونې وړ ده چې په خیبر پښتونخوا کې په ٢٠١٣ کال کې صوبایي حکومت د غږ د رواج په ضد اقدامات کړي و او دا رسم یې غیرقانونی گرځولی و. پرون د سه شنبې په ورځ د پېښور عالي محکمې هم دغه غیرقانوني وگرځاوه او د خیبرپښتونخوا سره سره یې په قبایلي سیمو کې هم پرې بندیز ولگاوه.

د پېښور د عالي محکمې قاضیانو دا فیصله د هغې نه وروسته وکړه چې د باجوړ یوې جینۍ امینې عریضه وکړه چې کله هغه دوه کلنه وه نو یو کلیوال یې چې شیرمحمد نومیده، هغه د خپل زوي لپاره وغوښته خو د جینۍ مورپلار ورته وویل چې هغوي به په خپلې لور تعلیم کوي او نه یې ودوي. امینې محکمې ته وویل چې په ٢٠٠٥ کال کې شیر محمد په هغې غږ وکړ او ویې ویل چې امینه یې د زوي میرمن ده او بل څوک دې ورسره واده نه کوي.

امینه چې اوس ٢٦ کلنه ده، د محکمې نه یې وغوښتل چې د هغې د حفاظت لپاره دې اقدامات وکړي او د واده اجازه دې ورکړي.

محکمې د امینې د عرېضې په ځواب کې وویل چې غږ یو غیرانساني او غیرقانوني رواج دی او هغه اجازه لري چې په خپله خوښه واده وکړي.

XS
SM
MD
LG