د لاس رسي وړ اتصالات

د پېښور سوځیدلې راډیو کې د پښتو مهم تاریخي آثار له منځه تللي - چارواکي


د پېښور راډیو سوځېدلې ودانۍ
د پېښور راډیو سوځېدلې ودانۍ

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د نيول کېدو په غبرګون کې د هغه قهرجنو پلويانو د مې په لسمه د پېښور راډيو ودانۍ وسوځوله چې د چارواکو په خبره، له کبله يې ددغه راډیو په ارشیف کې مهم تاریخي اثار له منځه تللي دي.

چارواکي وايي چې په دغه پېښه کې د پښتو او اردو موسيقۍ د ارشیفونو ترڅنګ د رحمان بابا، خوشحال خان خټک، غني خان او يو شمېر نورو لويو شاعرانو او ليکوالانو ادبي اثار هم سوځېدلي دي.

د پاکستان راډیو د پېښور څانګې کارکوونکی غلام محمود شهاب وايي: "د ريډيو پاکستان پيښور قيمتي اثاثه زموږ دلويو ليکوالانو، د تيرو وختونو شاعرانو لکه رحمان بابا کلام، حمزه بابا کلام، خوشحال خان خټک کلام او داسې نورې قيمتي اثاثې وې چې ظلم پرې شوى دى."

ددې راډیو د خپرونو مسئول حبيب النبي وايي، هر څه به جوړ شي خو د سوځول شوې تاريخي ورثې د بيرته راګرځيدو احتمال نشته. نوموړی وايي: "دا وداني به هم جوړېږي، فرنيچر به هم رغول کېږي، خو زموږ د سترو خلکو څه شتمني چې دلته ساتل کېده، په څو شېبو کې د قهرجنو خلکو له خوا ويجاړه شوه."

د پېښور راډیو سوځېدلی تالار
د پېښور راډیو سوځېدلی تالار

د پېښور راډیو په ۱۹۳۵ کې وروسته له هغه تاسیس شوه چې د سرحد ایالت (اوسني خیبر پښتونخوا) لومړنی اعلی وزیر صاحبزاده عبدالقيوم خان بريتانيا ته لاړ او هلته يې د راډيو له یوه اختراع کوونکي ګيلومو مارکوني سره وليدل. د مارکوني په مرسته د پېښور د راډيو يو ټرانسميټر نصب شو چې اوس له منځه تللی دی.

پخوانی ایالتي وزیر امجد اپریدی په دې اړه د خپګان په ښودلو وايي: "په دې راډيو پاکستان کې مارکوني چې کوم ټرانسميټر جوړ کړى و هغه هم سوځول شوى، ايا مارکوني به اوس ژوندى شي؟"

د پېښور ځينې اوسېدونکي د دې ودانۍ د سوځولو پړه پر پخواني صدراعظم عمران خان اچوي. د اشراق امیر په نامه یو تن وايي: "موږ حيران يو چې دې راډيو ته څوک څرنګه لاس وړلي شي؟ دې سيمه کې ستر ستر خلک مړه شوي دي خو چا هم داسې بريد ندى کړى، عمران خان دې کار سره دا ثابته کړه چې که زه يم نو هر څه دي که نه يم نو څه به هم نه وي."

یو شمېر شنونکي وايي، مسئولینو باید ددغه آرشیف مواد په ډیجیټلي بڼه ډېر پخوا ترتیب کړي او په بیلابېلو ځایونو کې خوندي کړي وای تر څو ددغه ډول پېښو له امله له منځه نه وای تللي. د یو شمېر نورو شنونکو په خبره، د ملي شتمنيو سوځول د يوه مشر د ناسمې پاليسۍ پايله ده.

که څه هم د پېښور راډیو وداني سخته زيانمنه شوې، خو تخنيکي خونې او سټوډيوګانې يې لا هم فعاليت لري او خپرونې يې د پخوا په څير دوام لري.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG