د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد پولیس: د تاوتریخوالي ډکو لاریونونو۲۵۰ میلیون روپۍ زیان اړولی


عکس ( ارشیف)
عکس ( ارشیف)

د اسلام اباد پولیسو د مخکني صدراعظم عمران خان د تحریک انصاف د ګوند د پلویانو په وروستیو لاریونونو کې په دغه ښار کې دولتي تاسیساتو او شتمنیو ته د زیات مالي زیان د رسیدلو خبر ورکړی دی.

د اسلام اباد پولیسو د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۵ (ثور۲۵) د خپل ټویټر په پاڼه په یوې اعلامیه کې ویلي، چې اعتراض کوونکو ۱۲ نقلیه وسایط او ۳۴ موټرسایکلونه سوځولي او د اسلام اباد صنعتي سیمې کې یې د پولیسو د ماموریت یو دفتر ته هم اور اچولی دی.

د اسلام اباد د پولیسو په اعلامیه کې ویل شوي: "د پراخه او تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو کې د ۲۵۰ میلیونو روپیو په ارزښت دولتي تاسیساتو اومالونوته زیان رسیدلی دی. مسلحو اعتراض کوونکو په ترنول کې، د سنګجاني او د رمنا د پولیسو ماموریتونوودانیو باندې بریدونه کړي دي. په دې لاریونونو کې د سرحدي قواو 'ایف سي' یوولس او د پولیسو۷۱ منسوبین ټپیان شوي دي."

د تیرې سه شنبې په ورځ د ځمکې د فساد په قضیه کې د لاس لرلو په تورد عمران خان د نیولووروسته د هغه پلویانو په غبرګون کې په ټول پاکستان کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وکړل.

لاریون کوونکو په پوځي تاسیساتو برید وکړ، د دولتي نشراتو ودانۍ یې وسوځوله، بسونو ته یې اور واچوه، د پوځ د یو لوړ پوړي چارواکي کور یې ویجاړ کړ او په نورو شتمنیو یې بریدونه وکړل، چې د شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو د نیول کیدو سبب شول او د پاکستان څو ښارونو ته پوځي ځواکونه ولیږل شول.

په دې تازه تاوتریخوالی کې لږترلږه اته کسان وژل شوي، دا پداسې حال کې دي چې پاکستان له سخت اقتصادي کړکیچ سره مخ دی او انفلاسیون په کې د ریکاډ کچې ته لوړ شوی او دې هیواد ته یې د نړیوال پولي صندوق د پور ورکولو چارې هم ځنډولي دي.

خو عمران خان د شنبې ورځې په خبرو کې په پوځي تاسیساتو د بریدونو څخه ځان لیرې وساته او دا یې رد کړه چې ګواکې د ګوند پلویانو یې په مظاهرو کې دا ډول کړنې کړې وي او د تشدد په هکله یې د خپلواکو پلټونو غوښتنه وکړله.

ښاغلي خان شنبه مې ۱۳ (غوایي۲۳) په یو ویډیویي پیغام کې خپلو پلویانو ته په خطاب کې ویلي، "خپلواکي په آسانۍ نه راځي، تاسو یې باید واخلئ او باید سرښندنې وکړئ."

د تحریک انصاف ګوند مشر د خپلو پلویانو څخه غوښتي چې په کلیو او کوڅو کې د یکشنبې په ورځ مظاهرې وکړي او تر څنګ دا هم ویلي چې په سمدستي توګه د انتخاباتو لپاره به د چارشنبې په ورځ خپله مبارزه بیرته پیل کړي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم چارواکو ته امر کړی چې د پخواني صدراعظم عمران خان د نیول کېدو وروسته په رامنځ ته شوي تاوتریخوالي کې ښکېل ټول کسان په نښه او ونیسي.

ښاغلي شریف په اعلامیې کې ویلي چې چارواکو ته یې ۷۲ ساعته مهلت ورکړی چې ټول هغه کسان ونیسي چې د شخصي او دولتي ودانیو په سوځولو، لوټ کولو او ورانولو کې یې لاس درلود او یا یې مرسته ورسره کړې.

صدراعظم ویلي چې عدالت ته د دې کسانو کش کول د حکومت لپاره آزمایښت دی او زیاته یې کړه چې د دې کسانو قضیې به د ترهګرۍ ضد محکمو کې فیصله کیږي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر هم ویلي چې په مظاهرو کې د ورانکارو په خلاف به جدي عمل کیږي.

دې جګپوړي نظامي چارواکي په اعلامیې کې ویلي، "وسله وال ځواکونه به د خپلو تاسیساتو امنیت او سپیڅلتیا څخه سرغړاونه نوره ونه زغمي او هوډ کوي چې ټول ورانکاري، پلان جوړوونکي، مرسته کوونکي او پاروونکي یې عدالت ته راکش کړي".

د پاکستان د حالاتو په اړه د خلیلزاد تازه غبرګون

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی ځانګړی استازی زلمي خیلیزاد، چې په پرله پسې ډول د پاکستان د وروستیو سیاسي تحولاتو په اړه د خپل ټویټر له لارې خلکو سره ددغو تحولاتو په باب خپل نظریات شریکوي د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۵ (ثور۲۵) هم د دغه هیواد د سیاسي بحران د هوارولو لپاره د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر د ګوښه کیدو او په دغه هیواد کې د ټاکنو د نیټې د اعلان د اړتیا یادونه کړې ده.

افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د پوښتنې په ډول ولي، چې ایا د پاکستان اداره ( اسټیبلیشمینټ) ددې پرځای، چې له ګړنک څخه بیرته شاته شي، بیرته ډرامې ته هوا ورکوي ؟.

همداشان ښاغلي خلیلزاد د ځینو خپرو شوو اوازو له مخې ویلي، چې، د پاکستان حکومت غواړي د عمران خان میرمن بُشرا بیګم ونیسي او په دې توګه عمران په زندان کې وساتي.

خلیزاد ویلي، چې که چیرې داسې څه وشي نو دا به په ناببره توګه یو ډیر بې پروا عمل اوسي. هغه یو ځل بیا د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصک منیر څخه د استعفا غوښتنه کړې او ویلي دي، چې دا کار او د ټاکنو د نیټې اعلان به په دغه هیواد کې حالات سم لور ته بوځي.

خیلیزاد لیکلي:"همداشان زه د پاکستان له عوامو غواړم، چې په ټاکوونکي او څرګند ډول خو د تاوتریخوالي پرته بوخت پاتې شي او خپل فعالیت ته دوام ورکړي که چیرې د هغوی د هیواد اداره ( اسټیبلیشمینټ) خپلو تخریبي پالیسو ته دوام ورکړي".

اوړمه ورځ د پاکستان د روان سیاسي بحران په اړه د زلمي خلیلزاد د پرله پسې څرکندونو وروسته په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني پر زلمي خلیلزاد باندې د یو غیر پاکستاني اوسیدونکي په توګه د دغه هیواد په چارو کې د لاس وهنې تور لګوه. ښاغلي حقاني د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي و، چې ښاغلی خلیلزاد له حد څخه زیات د پاکستان په چارو کې لاس وهي.

XS
SM
MD
LG