د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان په ټول پاکستان کې د مظاهرو غوښتنه کړې


ښاغلي خان د خپلو پلویانو څخه غوښتي چې یکشنبه دې په په ټول هیواد کې مظاهرې وکړي.
ښاغلي خان د خپلو پلویانو څخه غوښتي چې یکشنبه دې په په ټول هیواد کې مظاهرې وکړي.

د پاکستان مخکني صدراعظم عمران خان تر خوشې کیدو یوه ورځ وروسته پخپلو پلویانو غږ کړی چې په ټول هیواد کې مظاهرې وکړي.

ښاغلي خان شنبه مې ۱۳ (غوایي۲۳) په یو ویډیویي پیغام کې خپلو پلویانو ته په خطاب کې ویلي، "خپلواکي په آسانۍ نه راځي، تاسو یې باید واخلئ او باید سرښندنې وکړئ."

د تحریک انصاف ګوند مشر د خپلو پلویانو څخه غوښتي چې په کلیو او کوڅو کې د یکشنبې په ورځ مظاهرې وکړي او تر څنګ دا هم ویلي چې په سمدستي توګه د انتخاباتو لپاره به د چارشنبې په ورځ خپله مبارزه بیرته پیل کړي.

عمران خان پخپلو خبرو کې د پخوا په شان د خپل نیول کیدو ملامتي د پاکستان د پوځ په لوی درستیز واچوله او زیاته کړه چې د همدې لوی درستیز د کړنو له کبله د پوځ نوم بد شوی.

خان چې د لاهور په ښار کې د خپل کور څخه یې دا وینا کوله واضح نکړه چې هدف یې د پوځ اوسنی مشر جنرال عاصم منیر او که پخوانی مشر جنرال قمر جاوید باجوا دی.

د پاکستان پوځ پدې هیواد کې ډیر واک لري او په تیرو شاوخوا ۷۵ کالونو کې چې دا هیواد آزاد شوی په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه یې خپله واکمني چلولې او لا هم د هیواد په سیاسي نظام کې ډیر واک لري.

خو عمران خان د شنبې ورځې په خبرو کې په پوځي تاسیساتو د بریدونو څخه ځان لیرې وساته او دا یې رد کړه چې ګواکې د ګوند پلویانو یې په مظاهرو کې دا ډول کړنې کړې وي او د تشدد په هکله یې د خپلواکو پلټونو غوښتنه وکړله.

پوځ د عمران خان تورونه ردوي او د شنبې په ورځ یې خبرادری ورکړی چې د ادارو پر ضد دې څوک غلط نظر نه پیدا کوي. د عمران خان د پلویانو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او پولیسو څه باندې ۴۰۰۰ کسان نیولی چې ډیری یې د پنجاب او خیبرپښتونخوا په ایالتونو کې نیول شوي.

حکومت همدارنګه د سه شنبې ورځې راپدیخوا چې د عمران خان نیول کیدو څخه وروسته مظاهرې پیل شوي، د تحریک انصاف ګوند ۱۰ جګپوړي مشران هم نیولي دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم چارواکو ته امر کړی چې د پخواني صدراعظم عمران خان د نیول کېدو وروسته په رامنځ ته شوي تاوتریخوالي کې ښکېل ټول کسان په نښه او ونیسي.

ښاغلي شریف په اعلامیې کې ویلي چې چارواکو ته یې ۷۲ ساعته مهلت ورکړی چې ټول هغه کسان ونیسي چې د شخصي او دولتي ودانیو په سوځولو، لوټ کولو او ورانولو کې یې لاس درلود او یا یې مرسته ورسره کړې.

صدراعظم ویلي چې عدالت ته د دې کسانو کش کول د حکومت لپاره آزمایښت دی او زیاته یې کړه چې د دې کسانو قضیې به د ترهګرۍ ضد محکمو کې فیصله کیږي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر هم ویلي چې په مظاهرو کې د ورانکارو په خلاف به جدي عمل کیږي.

دې جګپوړي نظامي چارواکي په اعلامیې کې ویلي، "وسله وال ځواکونه به د خپلو تاسیساتو امنیت او سپیڅلتیا څخه سرغړاونه نوره ونه زغمي او هوډ کوي چې ټول ورانکاري، پلان جوړوونکي، مرسته کوونکي او پاروونکي یې عدالت ته راکش کړي".

د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د فساد ضد ادارې له خوا د خان له نیول کېدو وروسته له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وشول. خان هر ډول غلطه کړنه ردوي.

د رويټرز خبريالانو ويلي دي چې د جمعې په ورځ ناوخته په پاکستان کې فيس بوک، يوټيوب او ټويټر بیرته فعال شول خو د شنبې په ورځ بیاد لاسرسي وړ نه وو.

XS
SM
MD
LG