د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بغلان د پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان وژلی


قوماندان شریف الله خوستی تیره په وژل شوی.
قوماندان شریف الله خوستی تیره په وژل شوی.

په بغلان کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان شریف الله خوستی د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت نن جمعه اپرېل ۲ (وري ۱۳) امریکا غږ ته وویل چې یاد قوماندان تیره شپه د مرکز پلخمري او مرکزي بغلان ولسوالۍ ترمنځ (حسین خېل) سیمه کې د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د نوموړي په وینا په دغه برید کې د قوماندان شریف الله خوستي دوه ساتونکي ټپیان شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د یاد قوماندان د وژل کېدو په اړه خواشیني ښودلې ده.

د یو بل خبر له مخې نن سهار د هرات ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ کې پر یو فلانکوچ موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله اووه ښځې ټپیانې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د غور مرکز فیروز کوه کې د غور والي پر موټریز کاروان برید کې د یوه ویډیو ژونالیست په ګډون ۷کسان ټپیان شول.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغه درې واړو پېښو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG