د لاس رسي وړ اتصالات

یو پاکستاني‌ پوځي خپل درې ملګري په ډزو وژلي 


د پاکستان پوځ
د پاکستان پوځ

په پاکستان کې په یو داخلي برید کې څلور پوځيان وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې په خیبرپښتونخوا کې یو پاکستاني پوځي په یو داخلي برید کې لومړی خپل درې ملګري وژلي او بیا یې ځان وژلی دی.

د امریکا غږ ډیوې څانګې د ځایي رسنیو په حواله لیکلي دي چې دا پېښه د «شاکس د لیوي» په پوځي مرکز کې شوې ده.

دا سیمه د ډیورېنډ کرښې ته نژدې ده. وايي دوه پوځیان ځای په ځای وژل شوي او یو بل یې په روغتون کې ساه ورکړې ده. د پېښې علت لا معلوم نه دی.

د بریدګر نوم «شفقت حسین»‌ ښودل شوی دی. د وژل شویو عسکرو نومونه «راشد شاه،غلام محمد او پرویزعلي » یاد شوي دي.‌

تر دې دمه د پاکستان پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي،‌ خو ویل کیږي‌ چې د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG