د لاس رسي وړ اتصالات

پولیس: د پاکستاني - اسپانوي خویندو د 'ناموسي وژنې' په اړه پلټنه کوو


د پاکستان پولیسو د شنبې په ورځ مې ۲۱ (غوایي ۳۱) ویلي دي چې "د ناموسي قتل" په توګه د دوو پاکستاني – اسپانوي خویندو د وژلو په اړه څیړنې کوي.

د پاکستان په ختیځ ګجرات ښار کې پولیسو ویلي هغوی د ۲۴ کلنې انیسه عباس او ۲۱ کلنې عروج عباس د وژلو په اړه څیړنې پیل کړي دي.

د پولیسو ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دواړو دغو ځوانو میرمنو له خپلو خاوندانو څخه د جلا کیدو هڅه کوله.

پولیسو زیاته کړې دا میرمنې له اسپانیا څخه ګجرات ته غوښتل شوې وې چې د جمعې په ماښام زیندۍ او بیا په ډزو وژل شوې دي.

د ګجرات د پولیسو ویاند نعمان حسن وویل‌:" کورنۍ یوه کیسه جوړه کړې وه څو هغوی وهڅوي چې د یو څو ورځو لپاره پاکستان ته راشي. لومړنۍ څیړنې ښي چې دا ناموسي وژنې دي، خو قضه لا پراختیږي او تحقیقات روان دي."

پولیسو ویلي دغه میرمنې همدارنګه د خپلو مړونو له خوا چې د ترور "عمه" زامن دي اسپانیا ته د هغوی د بیولو له امله تر "فشار" لاندې وو.

پاکستان چې یو سخت محافظه کار هیواد دی ، میرمنې تل پکې د کورنیو عزت ته د تاوان د رسیدو له امله په ډزو وژل شوي، په چړو له منځه وړل شوي، سنګسار شوي، سوزول شوی او زیندۍ شوي دي.

د پخوانیو رواجونو او دودونو له مخې دغه ډول میرمنې تر ډیره د خپلو کورنیو له خوا د قانون خلاف ځکه وژل کیږي چې غواړي د خپلې کورنې نوم وساتي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون د معلوماتو له مخې تیر کال په پاکستان کې د ناموسي قتلونو څه بانندې ۴۵۰ موارد ثبت شوي دي.

د دا ډول پیښو اکثریت قربانیانې میرمنې دي او تر ډیره یې راپور هم نه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG