د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په ډزو کې درې کسان وژل شوي، څلور نور ټپیان دي - پولیس


د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا ایالت پولیسو د شنبې په ورځ جنوري ۲۸ (سلواغې اتمه) ددې ایالت په لاس انجلس کې په یو لړ ډزو کې د درې کسانو د وژل کیدو او څلورو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

دا پيښه د سهار په ۲:۳۰ دقیقو د بیورلي کرست Beverly Crest ښارګوټي په یو کور کې شوې. دا په روانه میلادي میاشت کې په کالیفورنیا کې د ډزو شپږمه پيښه ده چې خلک پکې وژل کیږي.

د لاس انجلس د پولیسو یو چارواکي فرانک پریسیادو وایي چې درې تنه وژل شوي‌ کسان په یو موټر کې وو.

د یاد ښار پولیسو زیاته کړې چې د څلورو قربانیانو له ډلې څخه درې تنه د شخصي موټرونو په مرسته د سیمې روغتونونو ته انتقال شوي او دوه نور امبولانسونو ولیږدول.

د پولیسو یو ویاند بروس بوريهان ویلي چې دوه ټپیان په ناوړه وضعیت کې وو خو د دوو نورو حالت ښه وو. د قربانیانو د سن او جنسیت په اړه تر اوسه څه ندي ویل شوي.

پولیسو ویاند زیاته کړې په دې اړه څیړنې رواني دي چې آیا په دې کور کې کوم محفل وو او یا هم بله خبره وه. پولیس وایي د شکمنو کسانو په اړه معلومات نلري.

دغه برید په داسې حال کې کیږي چې تیره اوونۍ د لاس انجلس ښار د شپې په یو کلپ کې د ډزو له امله ۱۱ کسان ووژل شول او نهه نور ټپیان شول. تر دې مخکې په یوې بله پيښه کې هم اوه کسان وژل شوي وو او یو تن ټپي شوی وو.

دا وژنې د کالیفورنیا لپاره یوه ضربه ګڼل کیږي ځکه په یاد ایالت کې د اتومات وسلو سخت قوانین شته او د وسلو له امله د وژنو کچه هم ډیره ټیټه ده.

د وسلو د تاوتریخوالي د ارشیف د معلوماتو له مخې په امریکا کې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ډزو څه باندې ۶۰۰ پيښې شوي دي چې له امله یې شاوخوا ۴۴ زره کسان مړه شوي دي.

ددې خبر په جوړیدو کې د اسوشیټد پرس خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی

XS
SM
MD
LG