د لاس رسي وړ اتصالات

وزیرستاني کډوالو ته د پولیو واکسین په اړه پوهاوی زیات شوی


د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ګل احمدشاه لکڼوال وايي، چې د ګوزڼ د خطر او د پوليو واکسين د اهميت په اړه د وزيرستاني کډوالو پوهاوی مياشتې تر بلې مخ پر زياتېدو دی.

لکڼوال وایي، چې د رسنيو له لارې کېدونکي عامه پوهاوي او دغه راز کور په کور د ديني عالمانو او نورو مبليغينو تبليغ د دې لامل شوی، چې له واکسين نه د انکاري کورنيو په شمېر کې کمښت راغلی دی.

د عامي پوهاوي پروګرامونو هم مرسته کړې
د عامي پوهاوي پروګرامونو هم مرسته کړې

هغه وویل:"هغه کډوال چې پخوا راغلي دي، هغوی کې د انکار ستونزه نه لرو، خو هغه کسان چې تازه راکډوال کېږي د هغوی لپاره د عامه پوهاوي ټيمونه کار کوي، دوی کې مو ديني عالمان هم استخدام کړي دي".

د شمالي وزيرستان اوسېدونکی زرمين خان د خوست د ګربزو ولسوالۍ د وزيرستاني کډوالو په کمپ کې له خپلو بچيانو او د کورنۍ له نورو غړو سره يو ځای د مهاجرت شپې او ورځې تېروي.

زرمين خان اشنا راډيو ته وويل، چې په شمالي وزيرستان کې د ګوزڼ ضد واکسين نه وو، خو له کله راهيسې چې راکډوال شوي، د کمپاينونو پرمهال يې ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکول کېږي.

ده وويل:"کوم ماشوم چې شل شي او ګوزڼ يې ووهي، بيا يې علاج نه کېږي، په ګلان کمپ کې زموږ ټول ماشومان واکسينېږي، که کوم ماشوم پاتې شي بيا يې کلېنيک ته ور وړوو".

دا مهال په ګلان کمپ او دغه راز د خوست په نورو مختلفو سيمو کې شاوخوا ۹ زره وزيرستاني کډوالې کورنۍ اوسېږي.

د هر کمپاين پرمهال تر ۱۷ زره زيات وزيري کډوال ماشومان واکسينيږي.

د ګلان کمپ يو بل اوسېدونکی منصور وايي، وروسته له هغه چې د پوليو ويروس د خطر او دغه راز د ګوزڼ ضد واکسين په اهميت پوهېدلي، خپل ماشومان يې له دغه واکسينه، نه دي محروم کړي.

روان کال د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي
روان کال د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي

هغه وویل:"لومړي سر کې چې موږ راوښتي وو، د واکسين په ګټه نه پوهېدلو، اوس ماشومانو ته واکسين ورکوو، مخکې مو نه ورکول، هر ځل کمپ ته راځي".

پوليو يا په ماشومانو کې د فلج ناروغي تداوي نه لري، خو د روغتيا پالانو په وينا د مخنيوي يواځنۍ وسيله يې د هر کمپاين پرمهال هر ماشوم ته د ګوزڼ ضد واکسين دوه څاڅکي ورکول بلل کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له‌مخې په روان کال کې په دغه هېواد کې د ګوزڼ ۲۱ پېښې ثبت شوي چې تر نیمايي زیاتې په جنوبي ولایتونو کې دي.

XS
SM
MD
LG