د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۰ ته ورسېد


په افغانستان کې د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ یوه بله نوې مثبته پېښه نن سې شنبې د «لېندۍ پر شپږ مه» په روزګان ولایت کې ثبت شوې ده.

روغتیايي مقامات وايي چې د ګوزڼ دغه پېښه د یاد ولایت په شهید حساس ولسوالۍ ثبت شوې ده.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر عبدالشکور نصر نن سې شنبې امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې د ګوزڼ د نوې مثبتې پېښې طبي معاینات يې تازه تر لاسه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې ګوزڼ وهلی ماشوم هلک دی او درې کاله عمر لري.

په افغانستان کې د پولیو مثبتو پېښو زیاتېدو روغتیا پالان اندېښمن کړي
په افغانستان کې د پولیو مثبتو پېښو زیاتېدو روغتیا پالان اندېښمن کړي

ښاغلي نصر وویل:"​په روزګان ولایت کې موږ مخکې هم یوه بله مثبته پېښه لرل نوې پېښه دا څرګنده وي چې روزګان ولایت هم زموږ په حوزه کې د پوليو تر جدي ګواښ لاندې دی او باید چې د ماشومانو وقايې ته کورنۍ پام زیات کړي."​

پر همدې مهال د روزګان روغتیايي مقامات وايي هم چې د ګوزڼ وهلي ماشوم کورنۍ له واکسین سره مخالفت در لود.

د نوموړي ولایت د عامي روغتیا رئیس ډاکټر خان اغا میاخېل امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې د ګوزڼ وهلي ماشوم کورنۍ د شهید حساس ولسوالۍ د کورک د کلي اوسېدونکې ده او ماشوم ته يې هېڅ کله هم واکسین نه دی ور کړی.

ښاغلي میاخېل وویل:"شهید حسان ولسوالۍ کې له تېرو ۸ میاشتو راهیسې واکسین نه دی عملي شوی، د ځايي خلګو پوهه هم د واکسین د ارزښت په اړه کمه ده او د ګوزڼ وهلي ماشوم کورنۍ هم له واکسین سره مخالفت در لود."

روغتیايي مقامات وايي چې د ګوزڼ د نویو پېښو له زیات والي سره به د واکسین د عملي کولو په کمپاینونو کې له نویو لارو چارو څخه ګټه واخلي.

د دولت وسله وال مخالفین د جنوبي ولایتونو په نا امنه ولسوالیو کې له تېرو ۸ میاشتو راهیسې کور په کور د واکسین له تطبیق سره مخالفت لري او پر ځای يې غوښتنه کړې چې یاد واکسین دي کلي په کلي عملي شي.

په دې سره په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۰ ته ورسېد
په دې سره په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۰ ته ورسېد

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر عبدالشکور نصر په دې اړه وايي چې له واکسین څخه پاته ماشومانو ته د رسېدو لپاره خپلي تګلاري ته تغیر ور کوي او هڅه يې داده چې تر هر ماشوم پوري واکسین ورسوي.

نوموړی زیاته وي چې د پېښې په اړه دوی اندېښمن دي او په روان کال کې په جنوبي حوزه کې تر ټولو زیاتي مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

له‌دې سره په افغانستان کې د روان مېلادي کال په ترڅ کې د پوليو د ټولو پېښو شمېر ۲۰ ته ورسېد چې ۱۴ یې یوازې په کندهار، روزګان او هلمند ولایتونو کې ثبت شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG