د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې د پولیو په هکله عامه پوهاوي پروګرامونو ته لا هم اړتیا شته - مسؤولین


د پولیو د بېړنیو پېښو د له منځه وړلو د عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې په بغلان کې لا هم داسې کورنۍ شته چې د واکسین پر وروستي کمپاین کې ېې خپل ماشومان ندي واکسین کړي.

که څه هم د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د خلکو پوهاوي کچه د امکان تر برېده لوړه شوې او خلک خپل ماشومان واکسینوي خو اوس هم د هېواد په ډېرو سیمو کې داسې کورنۍ شته چې پولیو واکسین پر وړاندې حساس دي او د بیلابېلو عواملو له امله خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي.

د بغلان اوسېدونکی، نجیب یو له هغو کسانو دی چې په وروستي کمپاین کې یې خپل ماشومان ندي واکسین کړي او اوس لېواله دي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

نوموړي امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "ما خپله په تېر کمپاین کې د کور ماشومان ندي واکسین کړي ځکه خلکو ویل چې تاوان لري، خو اوس پوه شوم چې دغه واکسین زموږ اولادونه له فلج ساتي نو زما غوښتنه د ډاکټرصاحبانو څخه دا ده چې خلکو ته د واکسین په هکله پوهاوی ورکړي."

ځینو روغتیاپالانو بیا د امریکاغږ سره په خبرو کې د پولیو ویروس په محوه کولو کې د عامه پوهاوي برنامې مؤثرې بولي او زیاتوي چې د ګوزڼ ناروغۍ سره په مبارزه بوختې ادارې او روغتیا وزارت دې په هغو ولایتو کې د پولیو ویروس پر وړاندې د پوهاوي برنامې پلي کړي چې اوس هم د ځېنو حساسېتونو له امله واکسین ته زړه نه ښه کوي.

د دوی په وینا، بغلان یو له هغو ولایتونو دی چې په تېرو کې د پولیو د مثبتو پېښو شاهد و.

د کتلوي معافیت د پروګرام پخواني مسؤول، ډاکټر ګلاخان ایوب امریکا ته وویل: "په تیر وختونو کې څیړنو او ارقامو تجزیه او تحلیل دا جوته کړې ده چې د پولیو په اړه عامه پوهاوی په ځانګړې توګه بغلان ولایت کې ډیر ښکته دی، نو همدا عامل دی چې ډیری ماشومان د واکسین نه پاتې کیږي."

نوموړي له عامې روغتیا وزارت او نورو اړوندو ادارو په تیره بیا د یونیسف له محترمې اداره وغوښتل چې د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي چې د ټولنې په منځ کې د پوهاوي کچه لوړه او دې واکسین ته د خلکو لاسرسی زیات شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو د له منځه وړلو د عملیاتي مرکز مشر، نیک ولي شاه مومن وویل: "د پولیو سره یې مبارزه په یاد ولایت کې بریالۍ تمامه شوې او هڅه کوي چې هغو سیمو کې د پولیو واکسین څاڅکي ټولو کمکیو ماشومانو ته تطبیق کړي چیرته چې انکاري کورنۍ شتون ولري."

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د پولیو له پروسې سره دې ټولې کورنۍ همکارې شي.

مومن زیاته کړه، د بغلان ولایت په بیلابیلو سیمو کې د پولیو پروګرام د عامه پوهاوي پروګرامونه دوام لري او خلک د پولیو واکسین د کمپاینونو سره مرسته کوي. کومو سیمو کې چې ستونزې شته له هغو خلکو څخه غواړو چې د لومړۍ کرښې له رضاکارانو سره مرسته وکړي.

ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو په هکله کلونه د عامه پوهاوي پروګرامونه تطبیق شوي خو لا هم اړتیا شته چې خلک پوه شي او هر ماشوم ته دوه څاڅکې واکسین ورکړل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG