د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ۲۱ ولایتونو کې سبا د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلیږي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سر له سبا دوشنبې له یونیسف ادارې سره په ګډه په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد کمپاین د پیلولو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت نن یکشنبه د «لېندۍ پر۲۴مه» په یوه اعلامیه کې ویلي،یاد کمپاین چې په ۱۹۸ ولسوالیو کې تر سره کېږي پر مهال به یې تر پنځو کلونو کم عمره ۵.۹ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

په دغه بیان کې راغلي:"ددې کمپاین موخه د پولیو په وړاندې د ۵،۹ میلیونه د پنځو کالو کم عمره ماشومانو د بدن معافیت او مقاومت د واکسین د دوو څاڅکو ورکولو په مټ لوړول دي."

دا په روان ۱۳۹۸ کال کې د پولیو واکسین وروستی فرعي کمپاین دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي، چې یاد کمپاین په دوو پړاونو کې تر سره کېږي، چې لومړی پړاو به یې د لېندۍ له ۲۵ نه بیا د همدې میاشتې تر ۲۹مې پورې د مرکزي، ختیځې، سویل ختیځې، شمال او شمال ختیځې او لویديزې حوزو په یو شمیر ولسوالیو کې او دوهم پړاو یې په سویلي حوزه کې د مرغومې میاشتې له ۲ تر ۶ نېټې پورې پیل شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وزیر فیروز الدین فیروز امنیتي ستونزې ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه رسېدو په برخه کې لویه ستونزه بللې ده.

دا کمپاین پر داسې مهال پیل کېږي، چې په افغانستان کې د روان کال له پيله تر دې دمه، د پولیو ۲۴ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

د دغو پېښو ۱۸ یې یوازې په سویلي حوزې چې ۹ په ارزګان، ۵ یې په هلمند او ۴ په کندهار کې او پاتې نورې یې ۲ په پکتیکا، یوه یې کونړ، یوه ننګرهار،یوه بادغیس او یوه هم په بغلان ولایت کې ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG