د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیايي چارواکي: د پولیو ویروس ختمول ګډې مبارزې ته اړتیا لري


افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې د ګوزڼ ویروس ژوندی دی او ماشومان پرې اخته کېږي
افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې د ګوزڼ ویروس ژوندی دی او ماشومان پرې اخته کېږي

په فراه کې روغتیايي چارواکي د ګوزڼ ضد روانه مبارزه کې د روغتیايي مبلغینو، قومي مشرانو، خلکو او رسنیو اغیز د پام وړ بولي او د همکاریو غوښتنه ترې کوي.

دوی وایي د ګوزڼ ضد روانه مبارزه یو ملي پروګرام دی او په مختلفو اړخونو کې د خلکو پوهولو ته اړتیا شته چې په دې برخه کې د روغتیایې مبلغینو هڅې خورا اغیزناکې دي.

په فراه کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا مرستیال، ډاکټر مولوي دین محمد عبدالحق وایي د روغتیایي مبلغینو ګټه دا ده چې له کمپاین وړاندې د کورنۍ مشران د یاد واکسین تطبیق ته چمتو کوي.

هغه وايی: "صحي مبلغینو ډیره ګټه کړی ده، ځکه دوی له کمپاین وړاندې اړوندو ساحو ته ورځې او له خلکو سره معلومات شریکوي چې په ټاکلو ورځو کې کمپاین دی او خلکو ته وایي چې ماشومان چمتو کړي چې دوه څاڅکې واکسین ورکړي او دې کار ډیر ښه اغیز کړی او مونږ یې په ګټه پوهیدلي یو."

عبدالحق دا هم وايي چې د روغتیایي مبلغینو او رضاکارانو د هڅو سره سره د ټولنې د مختلفو قشرونو همکاري یوه اړتیا ده.

هغه زیاته کړه: "زمونږ سره باید راډیوګانې، ټلویزیونونه او ملا امامان د مسجدونو له لارې خلکو ته د ګوزڼ په هکله خبرې وکړي. همدارنګه قومي مشران او سپين ږیري باید همکاري وکړي او خلکو ته د واکسین په هکله ووایي."

په ورته مهال، قومي مخور د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکوي او زیاتوي چې د کورنیو هڅونې ته به تر هغه مهاله دوام ورکړي، تر څو د ګوزڼ ناروغي په بشپړه توګه محوه شوي نه وي.

د فراه یو قومي مخور، محمد اسماعیل صادق وایي، ګوزڼ داسې ناروغي ده چې هیڅ پوله او ځای نه پیژني او ښایي په هر ځای کې هر ماشوم له خطر سره مخ کړي.

صادق امریکا غږ ته وویل: "پولیو داسې ناروغي ده چې هر ځای ماشومان له خطر سره مواجه کولای شي، نو مونږ ټولو خلکو ته په ټینګار سره دا خبره کوو چې باید خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه دا زمونږ د ټولو مسؤولیت دی چې دغه ناروغي په ګډه د خپل هېواد څخه ورکه کړو."

د ماشومانو ګوزڼ ناروغي درملنه نه لري، خو مخنیوی یې په دوه څاڅکو واکسین شونې دی، چې د ډاکټرانو په شمول د ټولنې د اغیزمنو کسانو مبارزه د یادې ناروغۍ په محوه کې پریکنده اغیز لري.

افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې د ګوزڼ ویروس ژوندی دی او ماشومان پرې اخته کېږي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG