د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال به ژمي کې هم ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي- مسئولین


Polio
Polio

د فراه ولایت روغتیایي چارواکي ډاډ ورکوي چې سږ کال به د ژمي په موسم کې هم د فراه په سړو او غرنیو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین لړۍ روانه وساتي.

د دې چارواکو په وینا، وضعیت ته په کتو دا ځل هوډ لري چې د تیرو کلونو خلاف د ژمي په روان موسم کې آن په هغه سیمو کې هم د ګوزڼ ضد واکسین لړۍ روانه وساتي چې سخت سوړ ژمۍ او سختې غرنۍ لارې لري.

یاد چارواکي وايي چې موخه یې دا ده چې په یادو سیمو کې د ګوزڼ ناروغۍ د خطر ګواښ له منځه یوسي.

په فراه کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مرستیال، ډاکټر مولوي دین محمد عبدالحق ډاډ ورکوي چې د فراه ګلستان او پرچمن ولسوالیو ته چې غرنۍ او سړې سیمې دي، د واکسین د تطبیق اړوند ټیمونه لیږلي او په دې برخه کې ستونزه نشته.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "مونږ بشپړ ټیمونه لیږلي دي او هلته ځای پر ځای دي، داسې ستونزې نشته، الحمدالله زمونږ ملا امامان په مسجدونو او په ټولو ځایونو او همدارنګه قومي مخور ټولو خلکو ته مخکې خبر ورکوي او انشاالله چې کوم مشکل او ستونزه نشته."

له دی سره هم مهاله؛ د فراه د عامې روغتیا د کتلوي معافیت آمر، ډاکټر نورالله افضلي وایي چې د یادو سیمو واکسین کوونکو ژمنه کړی چې په یادو سیمو کې به د ګوزڼ ضد واکسین په ښه ډول تطبیق شي.

هغه وویل: "په دغو سیمو کې به مو هر کال په دسمبر میاشت کې واکسین بندوی، خو سږکال مو له کورډیناټورانو او سوپروایزانو څخه ژمنه اخیستې ده چې کولای شي واکسین په ښه ډول تطبیق کړي ځکه دوی لپاره ټول اړین امکانات لکه ترانسپورتیشن او مالي امکانات په نظر کې نیول شوي دي."

بل پلو د فراه د پرچمن ولسوالۍ قومي مخور د چارواکو د دغه اقدام هر کلۍ کوي او غواړي چې د واکسین په تطبیق کې سیمه ییز خلک و ګماري.

د پرچمن یو تن قومي مخور، عبدالحمید حمید په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "مونږ د پرچمن ولسوالۍ ټول خلک په دغه ولسوالۍ کې د واکسین د تطبیق د غځیدو ستاینه او قدر کوو، او له پروژې څخه خپل ملاتړ اعلانوو. دا چې پرچمن ولسوالې په ژمي کې یوه سړه او غرنۍ سیمه ده، نو له چارواکو غواړو چې د کار د آسانۍ او ښه تطبیق لپاره کوردیناتور، سوپروایزر او رضاکاران له یادې سیمې څخه و ګماري."

روغتیایي کارپوهان او اړوند چارواکي په ټینګار سره وایي چې د ماشومانو ګوزڼ خورا خطرناکه او ساري ناروغي ده چې درملنه نه لري، او یوازینۍ د حل لاره یې دوه څاڅکې واکسین دی چې ټولو ماشومانو ته په وخت باید ورکړل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG