د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه ګوزن ځپلي: د پولیو پر وړاندې مسؤولانه چلند یوه اساسي اړتیا ده


په فراه کې د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتي د پولیو ضد کمپاین یوه څنډه
په فراه کې د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتي د پولیو ضد کمپاین یوه څنډه

په فراه کې یو شمېر هغه کسان چې په ماشومتوب کې د ګوزڼ د ساري ناروغۍ ښکار شوي وايي، ګوزڼ تر هغه ډیره خطرناکه ناروغي ده کوم چې زموږ خلک يې فکر کوي.

محمد قایم نوبهاري، هغه ۲۱ کلن فراهي ځوان چې په څلور کلنۍ کې ګوزڼ وهلی او پښې یې له کاره لویدلي، له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو د ژوند او راتلونکي په تړاو هیڅ ډول ناغیړي ونه کړي.

نوموړی ټینګار کوي چې کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته پر وخت د پولیو واکسین ورکړي.

هغه وایي: "... پولیو یوه ډیره خطرناکه ناروغي ده او قطعي درملنه نلري. کله چې زه په ګوزڼ اخته شوم نو زما پلار، مور او ټولي کورنۍ ډېرې هڅې وکړې ترڅو وژغورل شم، خو له بده مرغه هیڅ پایله يي نه درلوده.

د نوموړي په وینا، اوس یې ژوند د نورو روغو انسانانو سره ډیر توپیر لري او ډېر هغه څه نه لري کوم چې روغ انسانان يي لري.

بل پلو، امین الله فیضي، د محمد قایم نوبهاري د تره زوی کورنیو ته سپارښتنې لري او د محمد قایم ستونزمن ژوند د نورو لپاره د عبرت یو ښه بېلګه بولي.

هغه وویل: "... زه له ټولو کورنیو، پلرونو او میندو غواړم چې د محمد قایم نوبهاري د ستونزمنژوند څخه درس واخلي او هرومرو خپلو ماشومانو تهد پولیو واکسین ورکړي."

په ورته وخت کې، د کوچنیانو د ناروغیو متخصصین هم ګوزڼ د ماشومانو د روغتیا په وړاندې یو جدي ګواښ بولي.

په فراه کې د روغتیایي متخصصین ګوزڼ د ماشومانو د روغتیا په وړاندې داسې یو ګواښ ګڼي چې انکار ترې ناشونی ښکاري.

ډاکټر عبدالباقي منور، د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، د ګوزڼ ناروغۍ کابو کول اړین بولي، او وایي چې کنترول یې ستونزمن کار نه دی.

نوموړی زیاتوي: " ... پولیو د ماشومانو د ژوند او راتلونکي په وړاندې یو ډېر جدي ګواښ دی ځکه کومه ځانګړې درملنه نه لري. خو له نیکمرغه د دې ناروغۍ مخنیوی په واکسین باندی کولای شو."

دا په داسې حال کې ده چې روغتیاپالان هم په ګوزڼ د اخته کسانو د ژوند کېسې د نورو لپاره د عبرت ډکې او تر ټولو غوره بېلګې بولي.

XS
SM
MD
LG