د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو فرعي کمپاین پیلېدل؛ شاوخوا شپږ میلیون افغان ماشومان واکسین کیږي


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پیلېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په یاد کمپاین کې به تر پنځه کلنۍ کښته شاوخوا شپږ میلیون ماشومان واکسین شي.

دغه کمپاین د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) د ملګرو ملتونو په همکارۍ پیل شوی او ټاکل شوې چې تر څلورو ورځو پوري دوام پیدا کړي. د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس دغه کمپاین به د افغانستان په جنوبي، ختیځو، شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې چې پکې د پولیو ویروس خپرېدو ګواښ پکې زیات دی تر سره شي

د دغه وزارت په وینا، د روان کال په جریان کې په افغانستان کې د پولیو ضد څه باندي شپږ دورې عمومي کمپاینونه او یو دور فرعي کمپاین تر سره شوی دی. دغه وزارت ټینګار کړی دی چې دغه کمپاینونه د پولیو ویروس مخنیوي او کنټرول په برخه کې ګټور تمام شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي دي: "افغانستان د بل هر وخت په پرتله د پولیو له منځه وړلو ته نږدې شوی دی. د روان زیږدیز کال کې د پولیو دوه مثبته پيښې له پکتیکا او کنړ ولایتو څخه راپور شوې دي چې د ۲۰۲۱کال 4 پيښو او ۲۰۲۰ کال ۵۶ پيښو په پرتله خورا زیات کمښت ښيي."

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد د پولیو له منځه وړلو پروګرام د کارکوونکو هڅې ستایلي او د ماشومانو له والدینو څخه یې غوښتي چې د خپلو ماشومانو د روغتیا ساتنې په برخه کې د واکسین له ټيمونو سره همکاري وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي.

د پولیو ضد واکسین دغه کمپاین د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ تر سره کیږي.یونیسف هم له ټولو والدینو څخه غوښتي چې له دایمي فلج څخه د خوندیتوب لپاره خپل ماشومان واکسین کړي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې پولیو لاهم له ماشومانو څخه قرباني اخلي.په پاکستان کې په روان کال کې د پولیو ۱۷ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG