د لاس رسي وړ اتصالات

عامه روغتیا: کندهار کې ټولو لیرې پرتو سیمو ته د پولیو ضد واکسین ورسید


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د کندهار ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې د پولیو ضد واکسین د تطبیق چارې یې چټکې کړي او اوس د دې ولایت ټولو لیرې پرتو سیمو ته واکسین رسیږي.

په کندهار کې د پوليو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مشر، ډاکټر صدیق الله پتیال وایي چې پخوا د لېرې پرتو سیمو ماشومان د بیلا بیلو لاملونو له امله له واکسین څخه پاتې کیدل، خو اوس تر هر ماشوم پورې واکسین رسیږي.‌

ډاکټر پتیال امریکا غږ ته وویل: ”اوس د ارغستان، شاه ولي کوټ او میا نشین ولسوالیو په ګډون په ټولو ولسوالیو کې زموږ مرکزونه فعال دي او له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسینوي.“

د نوموړي په وینا، د روان میلادي کال له پيل راهیسې تر اوسه شپږ ځله د واکسین کمپاینونه ترسره شوي او په ترڅ کې ېې ګڼ شمېر ماشومان د پولیو ناروغۍ پر وړاندې وقایه شوي.

ښاغلي پتیال زیاته کړه: ”په کندهار ولایت کې د پولیو ویروس شتون د ماشومانو د روغتیا پر وړاندې یوه ستره ننګونه ده، خو له نیکه مرغه چې په هر کمپاین کې د واکسین د تطبیق د پوښښ سلنه لوړیږي او په وروستي کمپاین کې کابو ۸۰ - ۸۵ سلنه ماشومان واکسین شوي.“

په ورته مهال یو شمېر کورنۍ وايي چې دوی غواړي د پولیو ضد مبارزه کې ونډه واخلي، خو روغتیایي چارواکي باید د پوليو ضد واکسین تر څنګ د ماشومانو نورو روغتیایي چارو ته هم جدي پاملرنه وکړي.

د کندهار اوسیدونکي، ثنا الله، امریکا غږ ته داسې وویل: ”زموږ ټوله کورنۍ د پولیو ضد مبارزې له کارکوونکو سره همکاري کوي او غوښتنه مو دا ده چې د ماشومانو د روغتیا نورو اړخونه ته دې هم پاملرنه زیاته شي.“

د یادونې وړ ده چې په کندهار ولایت کې د روان میلادي کال له پيل راهیسې د ګوزڼ کومه پېښه نده ثبت شوې، خو لاهم پدې ولایت کې د پوليو ویروس د ماشومانو د روغتیا پر وړاندې ګواښ بلل کیږي.

روغتیا پالان له کورنیو غواړي چې د دې لپاره چې ماشومان یې له پولیو ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي، باید په هر کمپاین کې هغوی واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG