د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: د روغتیایي مبلغینو په ډله کې د دیني عالمانو رول اغیزناک دی


په خوست ولایت کې د پولیو د واکسین د کمپاین په ترڅ کې یو ماشوم ته د پولیو څاڅکي ورکول کیږي
په خوست ولایت کې د پولیو د واکسین د کمپاین په ترڅ کې یو ماشوم ته د پولیو څاڅکي ورکول کیږي

د خوست ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې د پولیو ضد واکسین د تطبیق په برخه کې د روغتیایي مبلغینو په ډله کې د دیني عالمانو رول اغیزناک دی.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر فضل کریم مندوزي، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”اوس مهال له موږ سره په دریو ولسوالیو (ګربز، مندوزي او نادرشاه کوټ) کې د پولیو د مخنیوي په برخه کې شاوخوا ۱۸۱ تنه روغتیایي مبلغین همکاري کوي، چې څلور تنه ېې دیني عالمان دي.“

د ښاغلي مندوزي په وینا، د روغتیایي مبلغینو د فعالیتونو له کبله د پولیو ضد واکسین د تطبیق په برخه کې مثبت بدلون راغلی او د دوی په مرسته د هرې ورځې په تیریدو سره د هغو کورنیو شمېر چې پخوا یې له واکسین کولو ډډه کوله مخ په کمېدو دی.

بل خوا په کابل کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین هم وایي چې دوی هڅه کوي چې د روغتیایي مبلغینو په ډله کې د دیني عالمانو شمېر زیات کړي، تر څو د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي.

د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه امریکا غږ ته وویل: ”اوس چې لیرې پرتو سیمو ته لاسرسی زیات شوی او د واکسین ټیمونه هرې سیمې ته تګ راتګ کولای شي، نو موږ هم هڅه کوو چې په ټول افغانستان کې د عامه پوهاوي کچه لوړه کړو.“

بل لوري ته یو شمېر خوستوال وایي چې لیرې پرتو سیمو کې د روغتیایي مبلغینو فعالیتونو ته زیاته اړتیا ده، ځکه لاهم د غرنیو سیمو اوسیدونکي د ګوزڼ په اړه اړین معلومات نلري.

د خوست ولایت اوسیدونکي، نثار احمد امریکا غږ ته وویل: ”ما د پولیو واکسیناسیون په برخه کې کلونه کار کړی او په ډاګه ویلی شم چې لاهم خوست کې ځیني سیمې شته چې روغتیایي مبلغینو ته اړتیا لري.“

نوموړي زیاته کړه: ”په ځینو سیمو کې د روغتیایي مبلغینو په مرسته د پولیو ضد واکسین د تطبیق په برخه کې مثبت بدلونونه ترسترګو کیږي، خو باید په ټولو ولسوالیو کې د مبلغینو رول پیاوړی شي.“

د یادونې وړ ده چې لاهم د سویل ختیځ زون په لیرې پرتو او غرنیو سیمو کې یو شمېر کورنۍ د پولیو ضد واکسین په هکله بشپړ پوهاوی نلري، چې د واکسین د تطبیق بهیر یې له خنډونو سره مخامخ کړی.

XS
SM
MD
LG