د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا سازمان: افغانستان کې د پولیو له منځه وړل یوه نړیواله بریا ده


د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو (پولیو) ناروغۍ محوه کېدو په اړه د هڅو زیاتېدو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې په دغه هیواد کې د پولیو له منځه وړل به یوه نړیواله بریا وي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ نومبر شپږمه (لړم ۱۵) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي ترڅو چې په یو ځای کې پولیو شتون ولري، دغه ناروغي به په ټولو ځایونو کې یو ګواښ وي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په افغانستان کې د ماشومانو د پولیو ناروغۍ په وړاندې بریا، یوه نړیواله بریا ده.

دغه سازمان ټینګار کړی دی چې د نړۍ یو شمېر هیوادونه له پولیو څخه پاک اعلان شوي، خو وايي چې د بریتانیې او متحده ایالاتو په ګډون ځینو هیوادونو کې دغه ناروغي پيژندل شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې افغانستان اوس مهال د پولیو ناروغۍ محوه کېدو په درشل کې دی او زیاته کړې ده چې دغه سازمان به له نورو نړیوالو سازمانونو سره په ګډه په دغه هیواد کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي په برخه کې ګډو هڅو ته دوام ورکړي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې پولیو لاهم له ماشومانو څخه قرباني اخلي. په پاکستان کې په روان کال کې د پولیو ۱۷ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

په دې وورستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت یوې ناستې کې ویلي و چې د دغه ناروغۍ خپرېدل ۹۹.۹ سلنې ته راټيټ شوي او یوازې پاکستان او افغانستان کې دغه ناروغۍ باندې ماشومان اخته کیږي.

دغه سازمان د ۲۰۲۸ میلادي کال پورې د پولیو ناروغۍ محوه کېدو لپاره د ۲.۵ میلیون ډالر په ارزښت پروګرامونه تر لاسه لاندې نیولي و.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) د معلوماتو له مخې لا هم په نړۍ کې ۱۸ میلیون ماشومانو د پولیو ضد واکسین نه دی تر لاسه کړی، یاد سازمان ویلي ترڅو چې دغه ماشومان واکسین تر لاسه نکړي، تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو کې د یادې ناروغۍ پیدا کېدو وېره شته.

XS
SM
MD
LG