د لاس رسي وړ اتصالات

دیني عالمانو د پولیو په اړه پوهاوي لپاره ځینو ولایتونو ته سفرونه کړي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

یو شمېر دیني عالمان د افغانستان د سویل ختیځې حوزې هغو سیمو ته چې اوسیدونکي یې د واکسین تطبیق ته زړه نه ښه کوي، د پولیو په اړه د عامه پوهاوي په موخه رسمي سفرونه کوي.

که څه هم د ګوزڼ ضد مبارزه کې روغتیایي کارکوونکو، رضاکارانو او رسنیو تل خپلې هڅې جاري ساتلي، خو یو شمېر دیني عالمان هم په ټولنه کې د پراخ نفوذ له امله د منبر له لارې خلکو ته د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه پیغامونه رسوي.

یو شمېر دیني عالمان وایي چې په سویل ختیځ زون کې د ځینو سیمو اوسیدونکي د بیسوادۍ له امله د ګوزڼ ضد واکسین په اړه د ناسمو تبیلغاتو ښکار شوي، او دوی دغو سیمو ته سفرونه کوي، تر څو ولسونو او نورو دیني عالمانو ته د پولیو د مخنیوي په اړه شرعي لارښوونې وکړي.

د خوست ولایت یو تن دیني عالم، مفتي احسان‌الحق حنفي، امریکا غږ ته وویل: ”زه تازه د پکتیکا ولایت څخه راستون شوی یم. په برمل، سروبي، اورګون او سرروضې ولسوالیو کې مو له زیاتو دیني عالمانو سره د پولیو د مخنیوي په هکله خبرې اترې وکړې.“

د نوموړي په وینا، په ځینو سیمو کې د دیني عالمانو په منځ کې هم داسې کسان شته چې له شرعي او طبي لحاظه د پولیو ضد واکسین په اړه پوره معلومات نلري او واکسین ته د شک په سترګو ګوري.

ښاغلي حنفي زیاته کړه: ”زموږ د کاري سفر پایله دا وه چې ګڼ شمېر دینې عالمانو ډاډ راکړ چې د پولیو ضد مبارزه کې به ګډون وکړي او خپلې هڅې به ونه سپموي.“

بل لوري ته د خوست ولایت ځیني اوسیدونکي د پولیو ضد مبارزه کې د دیني عالمانو رول موثر بولي او وایي که دوی خپل رسالت ادا کړی، هیڅ ماشوم به له واکسین څخه پاتې نشي.

د خوست ولایت یو تن اوسیدونکي، خان‌الدین انیس، امریکا غږ ته وویل: ”پخوا په ځینو سیمو کې خپله دیني عالمانو د ګوزڼ ضد واکسین سره مخالفت کاوه، خو اوس د دوی ذهنیت کې بدلون راغلی او له واکسیناتورانو سره همکاری کوي، او دا یو نیک اقدام دی.“

د سواد د کچې ټیټوالی، د پولیو واکسین په اړه ناسم باورونه او په ټولنه کې د ناسمو معلوماتو خپریدل، هغه عوامل دي چې د پولیو ضد مبارزه یې له خنډونو سره مخامخ کړې او لا هم په افغانستان کې د پولیو ویروس د ګڼ شمېر ماشومانو ژوند ګواښي.

XS
SM
MD
LG